<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-03 18:43:48    
د چين د شه جيا جوان ښار

cri

د شه جيا جوان ښار د چين د حه بي ولايت مرکز او په چين کې د اقتصادي پرمختګ له لارې رامنځته شوي نوي ښار دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د اقتصاد د چټګې پرمختيا له امله دغه ښار مخ په زياتيدونکي بهرنيان ځان ته راجلب کړي دي ٠

اته ويشت کلن ښاغلي مايک ليوينستون له کانادا څخه راغلي او د شه جيا جوان په ښار کې يي دوه کاله کار کړي دي ٠ اوس هغه د حه بي د مخابراتي پروژې د پوهنځي ښوونکي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چې زه په ٢٠٠٤ کال کې شه جيا جوان ښار ته راغلي يم ، زما په سترګو کې دغه ښار ورځ په ورځ سمسوريږي او سړکونه يي تر پخوا نه ډير پراځ شوي دي ٠ همداشان ډير لوي مارکيټونه يو د بل پيسي جوړ شوي دي ٠ دا يو چټګ پرمختلونکي ښار دي ٠ شه جيا جوان ښار د چين د حه بي ولايت د جنوب په منځنۍ کې پروت دي او د چين د عمده و اوسپنيزو لارو او سړکونو ترمنځ د اړيکو تقاطع بلل کيږي ٠ نو جغرافيايي موقعيت يي ډير مهم دي او له دي امله د دغه ښار پرمختګ د ډيرو بهرنيانو سترګې ځان ته ورلړولي دي ٠ ښاغلي مايک ليوينستون وويل زه د چين ډيرو ښارونو ته تللي وم لکه بيجينګ ، سي ان ، شانګهاي ، ګوان جو او شين جن ٠ شه جيا جوان خپلې ځانګړتياوي لري او يو نوي پرمختيايي ښار دي ٠ خو پخوا دغه ښار لکه د يو کلي په شان و٠ مايک په دي ښار کې له ډيرو چينايي دوستانو

سره اشنايي لري ، کله چې په ژوند کې له کومې ستونزي سره مخامخ شوي ، ډير چينايي دوستان حتمأ ور ته مرستې برابروي او په دي بهير کې د هغه او چيني دوستانو ترمنځ ژوره دوستۍ ټينګه شوې ده ٠

له چاد څخه راغلي ښاغلي اوسو چې د اقتصاد پوه د ليسانس درجه لري ، د شه جيا جوان ښار په يو پوهنتون کې يي دري کاله کارکړي او اوس يي له دغه ښار سره زياته مينه پيدا کړې ده ٠ هغه وويل چې ولې ما د خپل کار ځاي په توګه شه جيا جوان ټاکلي دي ، ځکه په دي ځاي کې نه يوازي هوا ښه ده ، بلکې دلته خلک ډير مهربان او زړه سواندي دي ٠ د دغه حالت د يادولو په وخت کې ښاغلي اوسو وويل کله چې زه تازه دغه ښار ته راغلي وم ، د اورګاډۍ په ستيشين کې مي ټکسي و نه موندله ، په دي وخت کې ځايي پوليس له ما سره مرستې وکړې او يو ټکسي يي ما ته راوغوښت ، که څه هم ما ور څخه دغه غوښتنه نه وه کړې ٠

پرته د مايک او اوسو څخه په دي ښار کې ډير بهرنيان همدغسي احساسات لري ٠ د دوي له پاره شه جيا جوان د دوي دوهم ټاټوبي په شان دي ٠ لکه ميرمن ويلما سوليوان چې د دغه ښار د بهرني ژبي په يو ښونځي کې کار کوي ، خبريال ته يي وويل کله چې زه تازه دلته راغلې ومه ، دا ځاي بيخې بل شان و ، هيڅ پارک نه و ، شاوخوا ټولې کرنيزې شوي مځکې وې ٠ ما په دي ښار کې يوولس کاله کار کړي او په خپلو سترګو مې د دغه ښار پرمختګ ليدلي دي ٠ ميرمن ويلما سوليوان خبريال ته وويل چې په دي ښار کې زه يوه ډيره ښه دوسته لرم او زه

د هغې کور دايمي ميلمه يمه ، مونږ تل يو ځاي سره خبرې کوو او دکانونو ته ځو٠ د روان کال په سپتمبر کې ميرمن ويلما سوليوان د دوستۍ په نامه جايزه تر لاسه کړه چې دغه جايزه د چين د بهرنيو متخصصانود ادارې له خوا ټاکل شوې او هرکال چايزه اخيستونکي له دريو لکو تنو بهرنيو متخصصانو څخه انتخابيږي ٠ ميرمن ويلما هم په حه بي ولايت کې د روزنې او پوهنې چارو په هکله لومړني نوموړي جايزه اخيستونکي ده ٠ هغې په خوشحالي سره وويل چې دغه جايزه د چين له خوا ما ته درکړل شوې تر ټولونه لويه جايزه ده ، زه له دوي څخه ډيره ډيره مننه کوم ٠ په همدغه مهال زه هم بايد د شه جيا جوان د بهرني ژبې له ښوونځې څخه ډيره مننه وکړم چې د څه د پاسه لسو کلونو راهيسي يي له ما سره ډيره ښه همکارۍ کړې ده ٠