<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-03 18:49:01    
په چين کې د انترنيټ له لارې د کار او استخدام شونتيا

cri

په چين کې د انترنيټ تکنولوژۍ د چټک پرمختک له امله د انترنيټ له لارې سوداګريزې معاملې اوج ته رسيدلې دي . ځينو کسانو د انترنيټ له لارې مغازې پرانستلې او ځينی نور د انترنيټ له لارې له سوداګريزو معاملو څخه ګټه اخلي .

د شميرنو له هغه راپور څخه چې د چين د انترنيټ د معلوماتي مرکز لخوا خپور شوی ، څرګنديږي چې په چين کې له سل مليونو څخه زيات کسان انترنيټ کاروي او د هغو کمپيوترونو شمير يي چې انترنيټ کاروي ، پنځوس مليونو ته رسيدلی دی . د انترنيټ کارونې د ترويج له امله پر انترنيټ د مغازو پرانستلو يا نورو خدمتونو د برابرولو له لارې يو شمير وزګارو کسانو نوي کارونه پيدا کړيدي . پيغلې ليو ينګ ينګ چې اوس لا هم په پوهنتون کې په زده کړې بوخته ده ، پر انترنيټ د کاليو پلورلو مغازه پرانستلې ده . نجونی د کاليو له اخيستلو خوښې دي . پخوا د کاليو عمده پلورنې بازار ته تلم او و مې ليدل چې زده کوونکې د مصرفونکو زياته برخه نيسی ، نو د کاليو اخيستلو په وخت کې می نور زيات کالي هم اخيستل څو چې د انترنيټ له لارې يي وپلورم .

څرنګه چې پر انترنيټ د معاملې په وخت کې پلورنکي له اخيستونکي سره مخامخ نه وی ، نو د پيسو ورکولو امنيت د پاملرنې وړ دی . اوس په انترنيټ کې د معاملې پر وخت اخيستونکي پيسې د انترنيت ادارې ته ورکوي چې اخيستونکي په ټاکلي وخت کې اخيستل شوی شيان لاس ته راوړي ، د انترنيټ اداره به پلورونکي ته د شيانو پيسې ورکړي چې په دې توګه معامله پاي ته رسيږي .

پر انترنيټ د مغازې پرانستلو لګښت او وخت کم دی او يوازي د موږک په کارولو د مغازې په خاوند بدليږي . د ځينو کسانو په اند له دې لارې د خپل وړتيا او لياقت له ازمويلو پرته نغدي ګټه هم اخيستی شي ، نو د پلټنې له مخې په انترنيټ کې معامله د ګڼ شمير چيني ځوانانو لخوامنل شوېده . ځينی داسي مغازې ډيرې کوچنې دي او ځينی يي ډيرې لويې دي چې سلګونه ډوله سوداګريز شيان پکي پلورل کيږي .داسي کسان هم شته چې له انترنيتې معاملې څخه يي ګټه د خپل رسمي کار له ګټې څخه زياته وی ، نو خپل رسمي کار پريږدي او په ځانګړي ډول په انترنيټي معامله لاس پوري کوي .

له هغه وخت راهيسې چې په نولس سوه نهه نويم کال کې پر انترنيټ لومړني مغازې پرانستل شوي ، څلور لکه داسي مغازې خلاص شويدي چې د مغازو نيمه برخه خاوندان په کال کې ديرش زره يوانه ګټه اخيستی شي او په سلو کې د شلو خاوندانو مياشتني ګټه له لسو زرو يوانو څخه زياتيږي . د شميرنو له مخې په ټول چين کې هر کال پنځلس مليونه تنه د انترنيټ له لارې معاملې کوي . ولی معاملې دومره زياتې دي ؟ يوې نجلۍ چې پر انترنيټ د يوې مغازې څښتنه ده ، وويل

زه عمومأ د ښځو لپاره د ښکلا او سينګار شيان پلورم . زما د برياليتوب کلی دا ده چې له معاملې وروسته تر ممکنه حده پورې ژر شيان اخيستونکو ته ليږم ځکه چې د شيانو د ژر ليږدولو له لارې د اخيستونکو اعتماد زياتيږي . که څه هم د مشتريانو لپاره دغه خدمت اسان دی ، خو ډير موثر هم دی .

پر انترنيټ معامله د دوديزې سوداګرۍ يوه اصلاح ده ، خو اوس د

ويتکې په نامه د بريښنايي شبکې رامنځته کيدل د دوديزې سوداګرۍ رښيتنی بدلون دی چې دغه سوداګری په دې ډول ده _ يوه تصدۍ يا کس لومړی پر انترنيټ د يوې دندې د ترسره کولو غوښتنليک وړاندي کوي او د دندې له بشپړولو وروسته جبران هم ټاکی ، ورپسې په ټول هيواد کې د دندې اخيستونکي د سيالۍ له لارې دغه دنده په غاړه اخلي د يادونې وړ خبره دا ده چې دغه دنده هم کوچنی او هم لويه ده او جبران يي هم يوازی شلګونه يوانه او حتی يو لک يوانو ته رسيږي .

د بيجينګ د فون تاي په سيمه کې اوسيدونکې ميرمن چن يي پر انترنيټ مشهوره ويتکره ده او نيم کال دمخه يوه کورنۍ ښځه وه ، خو اوس يي د انترنيټ لهلارې له لسو څخه زياتې دندې ترسره کړې او لس زره يوانه ګټه يي هم اخيستې ده .

دا وايي د تصديو او کمپيوترې شبکو لپاره د نښو طرح کول او يا د کارتوني فلم جوړول زما اصلي مهارت دی . د ويتکې په بريښنايي شبکه کې د برخه اخيستنې په لومړيو وختونو کې مې هره مياشت درې زره يوانه ګټه اخيستې ، خو د زياتو دندو د ترسره کولو له امله مې ګټه هم زياتيږي .

د يو کال د پرمختګ له امله اوس په چين کې د ويتکې بريښنايي شبکې څلويښتو ته رسيدلي دي او د طرح کوونکو او نورو فني پرسونلو په شمول شپږ لکه تنه پکې برخه لری چې دوی پر انترنيټ د ځانګړې سوداګرۍ او يا خدمت له لارې پخپله استخدام شوي او ګټې يي هم اخيستي دي .