دوه زره کاله دمخه په لرغونی چين کې د چی په ملک کې يو سړی و چې اين چو نوميده او ځان يی بااستعداده او پوه شخص باله، ده په کور کې ګوښه او ازاد ژوند ته تر جيح ورکړه او و يی نه غوښت چې حکومی دنده لاس ته راوړی. يوه ورځ د چی پاچا دی خپل حضور ته راوغوښت او د کتنې په وخت کې يی په نيغه او کبرجنه لهجه ور ته حکوم ورکړ چې چو راځه. خو اين چو په ځای ودريدی او په لوړ اواز يی ور ته وويل چې اعلحضر ته راځه! نو پاچا ډېر په قهر شو او په ډډ اواز يی تپوس وکړ چې ايا پاچا لوړ او نجيب دی که عالم؟ اين چو په مسکا ور ته ځواب ورکړ چې البته عالم جګ او شريف دی. پاچا په قهر جنه لهجه وويل : ښه، ما ته يو مشخص مثال راوړی؟ اين چو داسی وويل مثالونه يی ډېر دي، مثلا کله چې پخوا د جينګ ملک زمونږ په هېواد باندی بريد کاوه، د لو هېواد څخه د چينګ پوځ د تېرېدو په وخت کې د چينګ پاچا امر ورکړ چې د لو ملک د نامتو عالم ليو سيا جی مقبره ښه وساتی، که څوک د مقبری د پنځوسو ګامونو په حدود کې يوه ونه يا يو بوټی ويجاړ کړی، و به يی وژنم. کله چې د چينګ فوچ د چی ملک ته داخل شو، د چينګ پاچا بيا وفرمايل چې که څوک د چينګ پاچا سر پری کړی، د لسو زرو کورنيو جاګير او د شلو زرو مثقالو سرو زرو جايزه به ورکړای شی. جوته ده چې د يوه ژوندی پاچا سر د يوه مړه عالم په مقبره نه ارزی. نو ستاسی په نظر ايا پاچا شريف دی که پوه؟ په دې وخت کې د چی پاچا په مهربانی سره اين چو ته وويل چې په رښتيا هم تاسی يو عالم او پوه شخص ياست، غواړم چې د شاګر په توګه ستاسی څخه زده کړه وکړم او هره ورځ وښه او ښه ګاډی تاسو ته برابر کړم. اين چو پاچا ته وويل نه غواړم چې فاخرانه ژؤند وکړم، زما په نظر د هوسا تلی تګ د ګاډی تر سپرلو ښه دی. دغه متل چې د هوسا تلی تګ د ګاډی تر سپرلو ښه دی، په پخوا زمانه کې د پوهانو د بی وزليتوب ښکارندوی و، خو اوس دغه متل د هوسا تلی تګ د حظ او خوند مفهوم لری او هېڅ منفی عامل نه لری.