<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-05 19:22:57    
د ښاغلی چن جيان فونګ ځانګړی عمل

cri

چن جيان فونګ چې د چين د جنوب ختيځ په ګوانګ دونګ ولايت کې يو داکټر دی، په ٢٠٠٠ کال کې دا خبر واورېد چې چين د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورټي لوبو د کوربه توب حق د غوښتنې په چارو بوخت دی. چن جيان فونګ په ډېره احساساتی توګه وويل: هر سړی بايد دغې غوښتنې ته خدمتونه وکړي. دا د چينايانو دنده ده. زه پريکړه کوم چې د يو عادی چينی په توګه نړيوالو مشهورو خلکو ته ليکونه وکړم او دوی ته خپلی هيلې بيان کړم چې چين به په بريالي توګه د اولمپيک سپورټی لوبې تر سره کړي.

چن جيان فونګ پخپلو ليکنو پيل وکړ.ده لومړی د دغو ليکونو عمده موضوع وټاکله چې له نړۍ څخه به د اولمپيک سپورټی لوبو د کوربه توب حق د بېجينګ غوښتنې د ملاتړ غوښتنه وکړي.هر ليک د چاپ ماشين له لارې نه، بلکې د چن جيان فونګ له خوا په خپله ليکل شوی دی.

د ٢٠٠١ کال په لومړی نېټه چن جيان فونګ د نړۍ د سولې لپاره هڅې او د اولمپيک د کوربه توب څخه د بېجينګ غوښتنې د ملاتړ په نامه ٤٠ ليکونه د ٤٠ هېوادونو مشرانو ته وليږل.

چن جيان فونګ وويل له فکر څخه وتلی دی چې ما په پرله پسی توګه ١٠٠ ليکونه لېږلی او هر يوه يې خپل ځوابی ليک درلود.زه پوهېږم چې هغه مشهورکسان هره ورځ ډېر بوخت وی.دوی نه يوازی ما ته ځوابی ليکونه رالېږلی،

بلکې زياترو يې په خپل قلم ليکونه راته ليکلي يا يي هم لاسليکونه کړي. .

له ٢٠٠١ کال څخه د م م سرمنشی کوفی انان ده ته اوه يا اته عکسونه ليږلی،

د اولمپيک د کمېټې مشر سمالانجي په خپل هر ځوابی ليک کې يو کوچنی يادګار ،د فرانسې ولسمشر ژاک شيراک هر کال د نوی کال د مبارکۍ کارت او د بريتانيا صدراعظم تونی بلير هم کله کله خپل عکسونه چن جيا فونګ ته راليږلی دی.

لږه موده دمخه چن جيان فونګ د استراليا د صدراعظم جان هووارد څخه يو ليک تر لاسه کړ چې پکې د صدراعظم او د ده د ميرمنی عکس او د کريستمس جشن د مبارکۍ يو کارت هم وو.

مشهورو کسانو ته د ليږلو د ليکولو لپاره چن جيان فونګ ډېر خدمتونه کړی دی. ده وويل پخوا ما د نڅا د انټرنېټ له لارې د بېلا بېلو د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره خوښي کوله.که څه هم ډېر عايدات مې نه دی تر لاسه کړی، خو يو شمېر پيسی مې ساتلی دی. اوس مې مشهورو کسانو ته د ليکونو د ليکلو له ټولو يادو شويو شيانو څخه لاس اخيستی دی.

د مشهورو کسانو څه دپاسه ١٠٠ ليکونه چې د چن جيان فونګ له خوا ساتل شوی، په رښتيا توګه ډېر ارزښتناک دی.ده وويل لږه موده دمخه يو سوداګر وغوښت چې په ١٥٠ زرو يوانو سره له ما څخه دغه ليکونه واخلي.خو پلورولو ته مې هيڅ تيار نشوم.له دغو ليکونو څخه زما د ساتنې موخه د اولمپيک سپورټی لوبو د تر سره کولو لپاره د خپل وطن چين سره ملاتړ دی. پرته له دې زه کومه بله موخه نه لرم.

په وروستيو ورځو کې د بېجينګ د المپيک د ادارې کمېټې اولمپيک ته زما د خدمتونو په نامه فعاليت تر سره کړ. چن جيا فونګ خپل ټول قيمتی ليکونه ساتلی

دی او و يې ويل اوس مې په پرله پسی توګه مې له مشهورو کسانو څخه ليکونه تر لاسه کړی او زه به په ٢٠٠٨ کال کې داسی ټول ليکونه بېجينګ ته ولېږم.