<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-05 18:26:08    
چين د چاپولو حق د ساتنې لپاره ډير تدبيرونه نيسي

cri

د چين د تصديو د چاپولو حق ټولنه په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې جوړ شوی ده. په همدی مهال د چاپولو حق په اړه کورنيو او بهرنيو کارپوهانو د چين د تصديو د چاپولو حق په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او ويې ويل چين اوس د چاپولو حق د ساتنې بهير د چټکوالی لپاره بېلا بېل تدبيرونه نيسي.

ياده شوی ټولنه د تير سپتمبر په مياشت کې د هغو غوره تصديو له خوا جوړه شوې ملکی ټولنه ده چې د اطلاعاتو او چاپونې، انټرنېټ لوبې،کاريکاتور،نرم زيرميز، د بريښنايي جريان د طرح ، د فلمي،تلويزيوني او موسيقي اثارو توليدولو له چارو سره تړاو لری او موخه يې د نورو ډېرو تصديو او د تصديو د لا زياتو څښتنانو هڅول دي چې د حکومت تر ملاتړ لاندی خپلې ټولنيزې دندې پر غاړه واخلي او د چاپولو حق په اړه د نورو چارو د پرمختګ لپاره ګډ کوشش وکړي.

نوموړو کارپوهانو په دغه غونډه کې د يادې شوې ټولنې رول د پياوړتيا او د چينی تصديو د ژر پرمختګ په اړه ويناوې وکړې. د سان چن د کاريکاتور شرکت مرستيال ښاغلی وانګ ليو يي د دغې ټولنې د لومړی پړاو د مشرۍ ډلې په استازيتوب د ټولنې د قيوداتو تړون مسوده ولوسته.

---اواز ١---د ټولنې غړي بايد د چاپولو حق په اړه د هېواد بېلا بېلو قوانينو ، قاعدو او د نړيوالو ارګانونو له خوا خپاره شوي تړونونه مراعات وکړي. بېلا بېلی تصدۍ بايد مساوی سيالۍ او ګډ پرمختګ وکړي او خپل حيثيت دې وساتي. د غړيو هغه

عمل به له ټولو غړيو څخه ملاتړ تر لاسه کړي چې د نا قانونه چاپونې پر ضد مبارزه کوي او خپل حقونه ساتي. دغه ټولنه به هم د قانون جوړولو او پلی کولو په اړه څانګو او سيمه ايزو حکومتونو ته اړوند وړانديزونه وکړي.

د چين حکومت د دغې ټولنې د جوړولو ملاتړ وکړ .د چين چاپولو حق د دولتی ادارې مرستيال ښاغلی ليو جه وويل

---اواز ٢---تصدۍ د چاپولو حق لرونکو اړوندو چارو د پرمختګ او د چاپولو حق د ساتلو او د نويو اختراعاتو د رامنځ ته کولو په برخو کې مهم رول لوبوي. هيله ده چې دغه ټولنه په راتلونکی کې له حکومت سره د معلوماتو د تبادلې نوی نظام جوړ کړي او د حکومت تر ملاتړ لاندی نورو تصديو ته وهڅوي چې د دغې ټولنې په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون ، د نا قانونه چاپونې پر ضد په مبارزې کې له حکومت سره همکاری او د چاپولو حق لرونکو اړوندو چارو د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي.

ښاغلی ليو جه زياته کړه د يوويشتمې پيړۍ په راسېدو سره پوهنه او تکنولوجی د يو هېواد د ځواک او حيثيت د لوړوالی په برخه کې مهم رول لوبولی او چين په وروستيو کلونو کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په ساحه کې يو لړ اړين تدبيرونه نيولي دي.

په چين کې د امريکا د نرم زيرميز د سوداګريزې ټولنې عمومي استازی ښاغلی ځانګ چيو شن په خبريال ته وويل د نرم زيرميز تصديو لپاره د نا قانونه چاپونې د ډول ډول عملياتو ډير تر ډيره زيانونه د نرم زيرميزوتصديو ته رسيږي .ده وويل

---اواز ٣---په دې هکله چين په وروستيو کلونو کې په پرله پسی توګه په دې هکله خپل قانونی سيستم بشپړ کړی. د بيلګې په توګه تېر کال د چين حکومت په تصديو کې د قانونی نرم زيرميزونو د کارولو لپاره هڅې وکړې او د تېر اپريل په مياشت کې يې يوه اړونده تګلاره ټاکلی ده. ورپسی د حکومت بېلا بېلو اړوندو ارګانونو د دغې تګلارې د پلی کولو لپاره ډېر اغيزمن تدبيرونه نيولي دي.زه باور لرم چې د خلکو تر ګډو هڅو لاندی د چين د چاپولو حق د ساتنې حالت به هرومرو ښه شي.

ده زياته کړه د دغې ټولنې له جوړېدو څخه څرګنده شوی چې د چاپولو حق د ساتنې په اړه د چينی تصديو پوهاوی او ويښتيا پياوړی شوی ده. د چاپونې حقونو د ساتنې لپاره د چيني تصديو هڅونه او يووالی به د چاپونې حق لرونکي صنعت د جوړولو لپاره مساعده زمينه برابر کړي . د نرم زيرميز سوداګريزه ټولنه د چين له دغې ټولنې سره تر يوې اندازې يو شان موخه او هيله لری چې له دغې ټولنې سره نژدې همکاری وکړي .