<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-05 19:42:37    
دحفيظ الله غښتلی په أند د چين د خلکو د ژوند کچه ډيره لوړه ده

cri

دچين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکو ښې چارې او خوښ ژوند،په همدې هيله راځم د بهرنيان په چين کې د برخې وړاندې کولو ته،درنو دوستانو لکه څنګه مو چې په تيره خپرونه کې تاسو ته ويلي وو د سي أر ای أي راډيو مخکې يوه سيالي په لاره اچولې وه او د بيا د هغې سيالۍ له مخې يو شمير اوريدونکو ته بيلابيلې جايزې ورکړل شوې او ددغو جايزو تر څنګ يو شمير نور اوريدونکي د ځانګړې جايزې ګټونکي وپيژندل شول،چې په هغې ډله کې له افغانستان څخه هم يو تن اوريدونکی یعنې حفيظ الله غښتلی شامل وو، چې د نومبر په اوه ويشتمه نيټه چين ته راورسيد،که ستاسو په ياد وي په تيره اونۍ کې مې پدې اړه چې نوموړي څنګه له سي أر اي سره اړيکې ټينګې کړې او بيا څنګه د ځانګړې جايزې ګټوونکی شو تاسو ته يو څه معلومات درکړل او ژمنه مې درسره کړې وه چې دده نورې کيسې به هم درته کوم،دا دی نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې برخې د خپريدو وار رارسيدلی نو غواړم چې ستاسې سره خپله کړې ژمنه پوره کړم او له ده سره د مرکې نورې برخې به درواوروم، خو نن غواړم چې پخپله د ښاغلي د ژوند په اړه هم لږ څه معلومات در کړم، دی په ونه يا قد نسبتأ لوړاو پراخه سينه لري،په رښتيا ښکلی ځوان دی،کله يې چې ووينې نو يو ډول ځانګړی تود افغاني چلند لري،تر اوسه يې واده ندی کړی،او نه غواړي چې ژر واده وکړي چې ددې لامل يې را ته په ګوته نکړ،خو دومره يې وويل چې تر اوسه يې داسې کوم څوک لاندي ليدلي چې خپل راتلونکی ژوند ور سره شريک کړي،د ښاغلي غښتلي په وينا که څه هم په تيرو دوه نيمو لسيزو کې په افغانستان کې ګڼ شمير کسان د ليک لوست څخه محروم پاتې شول خو دوی وکولای شول له دې ستونزو سره سره بيا هم خپلې زده کړې پرمخ بوزي او تر څنګ يې نور ګڼ ادبي کارونه او مختلفې چارې هم ترسره کړي دي:

ما ښوونځی د وردګو ولايت د چک په ولسوالۍ کې لوستی او د حضرت عمر فاروق له لېسې څخه فارغ شوی يم،تر هغه وروسته پيښور ته ولاړم،چې هلته مې هم له بيلابيلو ارګانونو سره کار کړی د بيلګې په توګه د سهار ورځپاڼې سره،د ليکوال مجلې سره،د يوې مودې لپاره د بي بي سي د نړيوالې څانګې د کور کهول د پروګرام مسؤول هم وم،د ګوربت مجلې د مسؤول په توګه مې کار کړی چې لا اوس هم دا دنده پر غاړه لرم،او ددې دندو تر څنګ اوس مهال د کابل پوهنتون د سياسي علومو او حقوقو په پوهنځي کې په زده کړو بوخت يم،

ښاغلي حفيظ الله غښتلي د شانګهاي په ښار کې د ځينو ځايونو څخه د ليدنې پر مهال يو پوهنتون ته هم تللی وو،چې د معلوماتو له مخې له هغه پوهنتون څخه د چين زيات شمير لوړ پوړي چارواکي فارغ شوي دي،د غښتلي په وينا اوس مهال د افغانستان په پرتله په چين کې د زده کړو کچه ډيره لوړه او پرمخ تللې ده،ځکه په افغانستان کې د تيرو جګړو پر مهال نورو برخو ته د زيانونو د رسيدو په ترڅ کې د پوهنې برخه هم په پراخه توګه زيانمنه شوې ده،خو په شانګهاي کې د مشهور پوهنتون په ليدنې سره ده ته نوي أندونه او مفکورې پيدا شوې دي:

د هغه پوهنتون د ليدنې پر مهال دا فکر راته پيدا شو چې دلته زده کړې څه ډول دي،ځکه ملګرو مې هم دا پوښتنه را څخه کوله که غواړې چې دلته زده کړې وکړې،خو دلته د زده کړو سيستم ډير پرمخ تللی دی،هغه پوهنتون چې موږ وليد او بيا يې د کابل له پوهنتون سره پرتله کوو،نو ډير توپير لري، په چاپيريال ،امکاناتو او أسانيتاوو کې يې دپام وړ توپيرونه تر سترګو کيږي،

په چين کې د ورخلاصون او اصلاحاتو د پاليسي د پيل کولو راهيسې د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلونه راغلي او د خلکو د ژوند کچه تر ډيره لوړه شويده او اوس وخت د چينايانو په ورځني ژوند کې ډيرې أسانتياوې ليدل کيږي ،

ښاغلي حفيظ الله غښتلی د افغانستان او چين د خلکو ژوند داسې سره پرتله کوي:

هغه د منځنۍ کچې ژوند چې چينايان يې لري زموږ د منځنۍ کچې د ژوند په پرتله ډير لوړ دی،دلته سهولتونه او أسانتياوې ډيرې زياتې دي خو بيا دار راې سهولتونه په افغانستان کې ډير لږ ليدل کيږي.

د بيلګې په توګه د ژمي په موسم کې موږ د کوټو د ګرمولو منظم سيستم نلرو،د مزي لرونکي ټيليفون ته په ټولو سيمو کې لاس رسی نلرو،بريښنا خلکو ته په ښه توګه نه رسيږي،چې دا شان خدمتونه په چين کې پرته له کومې ستونزې برابر شويدي که دې

ټولو توپيرونو ته وګورو نو د چين د هغو خلکو ژوند چې په منځنۍ کچه کې واقع دي،د افغانستان د خلکو په پرتله ډير ښه او زياتې أسانتياوې او سهولتونه لري.

د بهرنيان په چين کې د برخې قدرمنو اوريدونکو دنننۍ دغې کړی وخت پاي ته په رسيدو کې دی خو د ښاغلي غښتلي ټوله مرکه مې نه ده در اورولې ،که

په راتلونکو خپرونو کې هم راسره واوسۍ نو له نوموړي سره د مرکې پاتې برخې به هم در واوروم،نو د اوس لپاره اجازه راکړی چې در څخه رخصت شم،تر راتلونکی اونۍ او بل پروګرام تر رارسيدو پورې مو په پاک او مهربان خدای سپارم.