<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-06 17:06:57    
د چين حکومت د کليوالو کارګرانو ماشومانو ته د زده کړې مساعده زمينه برابروي

cri

په وروستيو شلو کلونو کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او د ښاری او صنعتی کيدو له امله ګڼ شمير کليوال کارګران د کار لپاره د هيواد پرمختلليو سيمو ته تللي دی .خو څنګه د دوی ماشومانو ته د زده کړې مساعده زمينه برابريږي ؟

په وروستيو کلونو کې د چين په ځينو ښارونو کې د کليوالو کارګرانو ماشومانو لپاره زيات شمير ښوونخي ليدل کيږي چې ځينی يی د حکومت او نورځينی يی د شخصی پانګونې له خواجوړ شوي دي .خو دغو ماشوماتو ته د پوهنې برابرولو ترڅنګ ځينی ښوونځی له داسی ستونزو سره مخامخ شوي چې پيسی يی کافی نه دی او ښوونکی يی لږ دی ،نو دغو ماشومانو ته يی د زده کړې مساعده زمينه نه ده برابره کړی .د چين حکومت غواړي چې دغو ماشومانو ته د زده کړې د مساعدې زمينې د برابرولو لپاره ځينی داسی ښوونځي وتړي .

د چين د پوهنې وزارت په اړه اړوندو چارواکيو وويل چې ددغو ښوونځيو زده کوونکی به دولتی ښوونځيو ته واستول شی او د کليوالو کارګرانو ماشومان د پوهنې منلو په برخه کې له ښاری زده کوونکيو سره مساوی حق لري نو دولتی ښوونځی بايد له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه ونه کړي او نور لګښتونه دې ترې وانه خلي .

١٢ کلنه نجلۍ جی مان د چين منځنی برخې د هه نان له ولايت څخه بيجينګ ته تللی او دوه کاله دمخه يی د ځانګړی پانګه اچوونکې له خوا جوړ شوی ښوونځی ته ليږلی ده .د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر کې هغی يو دولتی ښوونځی ته استول شوی دی .هغې

خبريالانو ته وويل چې د نوی ښوونځۍ د زده کړې زمينه د پخوانی ښوونځۍ په پرتله ډيره ښه ده .

د دغو ښوونځيو د تړلو عمل د ټولنې له خوا ډيره پاملرنه راجلب کړې ده .يوه خوا ځينی کليوال کارګران په دولتی ښوونځيو کې د دوی ماشومانو د مساوی حق لرل شک لري او انديښنه څرګندوي چې د زده کړې لګښتونه يی قيمتی وی .بله خوا په دولتی ښوونځيو کې د دغو ماشومانو د زده کړې نوی ژوند د ټولنې له خوا هم پاملرنه شوې ده .

د چين بيلا بيلو ځايونو د دغې مسئلې د حل لپاره تدبيرونه نيولی مثلأ د بيجينګ د های دينګ سميې د دولتی ښووځيو د پراخوالی او د نويو ميزو او څوکيو د اخيستلو لپاره ١٣ مليونه يوانه پانګه اچولی چې دغو ماشومانو ته يی د زده کړې زمينه برابر کړي .د چين د ختيځې برخې ساحلی ولايت د جانګ سو ولايت د وو سی ښار حکومت د پوهنيزو سرچينو د تنظيمولو له لاری د کليوالو کارګرانو ماشومان له ښاری زده کوونکيو سره برابر مساوی حق لري اود زده کړې لپاره يی برابری پيسی لګوي .

د ١٩٩٩ کال له پيل څخه د کليوالو کارګرانو ماشومانو ګڼ شمير ښوونځی د زده کړې له اړوند ميعار سره سمون لري چې له امله يی د څه د پاسه ٢ لکه دغه شان ماشومانو د زده کړې مسئله حل شوې ده .

د چين د پوهنې وزارت وياند وانګ شيو مينګ وويل چې چين به تر وسې پوری د دغو ماشومانو د عادی زده کړې د تامين پربنسټ هغه ښوونځی تنظيم کړي چې له پوهنيزو شرايطو سره سمون نه لري .