<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-06 18:20:19    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام وخت رارسيدلی او زه احمد زلمی يو ځل بيا د دغه پروګرام اورېدلو ته ستاسی هرکلی کوم . هيله ده چې د دغه پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شی . د پروګرام په دغه کړۍ کې به زه د ښځينه کلب د جوړولو په هکله د پېغلې بی بی افده جانې او د ښاغلي احمد لرين فريادی دوو پوښتنو ته ځوابونه ورکړم .

پېغله بی بی افده جانه ٢٠ کلنه ده او تر لسم ټولګي پوری يی زده کړه کړې ده او بيا يی د کورنيو ستونزو له امله ښوونځي پرې ايښی دی . دا د پاکستان د صوبه سرحد په مانسهره کی د حاجی اباد د اچهړيان کمپ اوسيدونکې ده او له پښتو ژبې سره ډېره زياته علاقه لری، او زمونږ د پښتو خپرونې پروګرامونه اوری. دې په خپل ليک کې ليکلي چې زه له لسو کلونو راهيسی ستاسی پروګرامونه اورم، خو د ليک لېږلو لپاره می ستاسې پته نه درلوده . دا زما لومړی ليک دی چې ستاسی ښکلي پروګرام ته يې در ډالی کوم. هيله ده چې په خپل پروګرام کې ځای ورکړئ. زه ستاسی پروګرامونه په ډيره مينه سره اورم او ستاسی پروګرامونه په رښتيا هم د ستاينې وړ او د پاکستان او افغانستان د وګړو لپاره ډېر ګټور دي او مونږ ستاسی له پروګرامونو سره ډېره علاقه لرو. دا ليکي : هغه پروګرامونه چې زما ډير خوښيږی د مونږ او اورېدونکي، ژوند په چين کې، د سپورټ نړۍ، هنر او کلتور، بهرنيان په چين کې، د چين لويديځې سيمې د پروختګ په لور، پوښتنه او ځوابونه او موسيقی او سيلانی پروګرامونه دي.

زه د ښاغلي نثار احمد احمدی په لارښونۍ سره ستاسی له راډيو سره اشنا شوم، په رښتيا سره هم چې ښاغلي احمدی صاحب ستاسی د راډيو لپاره ډېر خدمتونه تر سره

کړي او ډېر اورېدونکي د هغه په مرسته ستاسی راډيو اوريدلو ته راجلب شوي

دی. اوس زه هم کوښښ کوم چې د اچهړيان ټولې سيمې ته ستاسی راډيو وروپېژنم .

زه اوس د خراسان کلب غړی شوم او غواړم چې په راتلونکي کې د نجنو يو کلب جوړ کړم. خو ستاسی څخه د دغه کلب په جوړولو کې مرسته غواړم او ستاسی د نظريو په هيله يم.

ګرانو اوريدونکيو ستا له ليک او نېکو هيلو ډير مننه کوم او لومړی ، زه احمد زلمی د پښتو څانګې د ټولو همکارانو په استازيتوب وايم چې زمونږ د پروګرامونو د اورېدولو او خوښولو له امله مونږ ډير خوشاله يوو . دوهم مونږ په دې هم ډير خوشحاله يو چې تاسی غواړی د نجونو يو کلب جوړ او خپلې ټولې سيمې ته زمونږ راډيو وروپېژنئ . دغه ډول کلب جوړېدو ته مونږ تل سترګې په لاره يو، ځکه چې تر اوسه پوری مونږ د نجونو هېڅ کلب لا هم نه لرو. زمونږ د اورېدونکو په ډله کې ډېر لږ ښځينه اورېدونکي شته. مونږ غواړو ډيرې زياتې نجونې او ښځې راجلب کړو. خو مونږ به له خپل وس سره سم ستاسی سره مرسته وکړو. خو د يو کلب په جوړېدو کې به تاسی له زياتو ستونزو سره مخامخ شی. لومړی، تاسی بايد زياتو ښځينه دوستانو ته زمونږ راډيو وروپېژنئ ، هره ورځ له دوی سره يو ځای زمونږ پروګرامونه واورئ. که تاسی دوستان زموږ له پروګرامونو سره زياته علاقه لرئ او زمونږ د پروګرامونو اورېدل مو په يو عادت بدل شی نو خپلې ملګرې په کلب کی شاملې کړي . تاسی کولی شی دوی ته زمونږ د راډيو په هکله معلومات، پښتو هندار او انګليسی مجلې ورکړئ او هره اوونی له دوی سره يو ځای زمونږ د پروګرامونو د ارزونې لپاره يوه غونډه و کړئ او د په زړه پوری پروګرامونو په هکله بحث وکړي. که تاسی د نجونو يو کلب جوړ کړی، نو مونږ ته د کلب د غړيو شمېر، او هم د دغو غړيو معلومات او د کلب په هکله معلومات

راوليږئ، نو ستاسی کلب به زمونږ د کلبونو په نوم لړ کې ثبت او زمونږ په پروګرام کې ستاسی د کلب په هکله معلومات خپاره شی. په پای کې هيلمن يم چې برياليتوب مو په برخه شی !

ښاغلي احمدا لرين فريادی هم د پاکستان صوبه سرحد له مانسهرې څخه خپل سلامونه او نيکې هيلې راليږلي دي. هغه په خپل ليک کې له مونږ څخه پوښتنه کړې چې په چين کی په سلو کی څومره وګړي په مين توب واده کوی؟ ښاغلی احمدالرين فريادی په چين کې د اړوندو قوانينو له مخې، هر سړی يا ښځه په خپله خوښه خپل زوم يا ناوی غوره کولی شی. نو د دې له مخی ويلی شو چې په سلو کې سل چينايان په مين توب واده کوی.

ګرانو اورېدونکو، هيله ده چی د بيلابلو مسئلو په اړه زيات ليکونه راوليږی، که پوښتنې لري، نو زه به يې تر خپلې وسې پوری تاسو ته ځوابونه راومومم . زموږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده : pushtu.cri.cn