<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-07 18:07:23    
د ارکن له خوا ويل شوی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د مشهور سندرغاړی ارکن له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

درنو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د ارکن له خوا ويل شوی يوه فلمی سندره چی نوم يی دی ګل ولی دومره سور دی ٠ د دغې سندرې سرچينه د چين په لويديځ د پامير په لوړه کی مروجه شوی يوه مشهوره سندره ده چی د مشهور سندرو جوړونکی لی ځن بانګ له خوا بيا جوړه شوی ده٠

ارکن د چين د شمال لويديځی سيمی د شينجيانګ د يوه ښوونکی په کورنۍ کی زيږيدلی او د ماشومتوب په موده کی يی ګيتار زده کړی کړی٠ په ١٩٩٩ کال کی ارکن د چين له ملی مرکزی پوهنتون څخه له فراغت وروسته خپله ځانګړه ډله جوره کړه چی نوم يی د ارکن موسيقی ډله ده ٠ د دوی سندری د شينجيانګ له غښتلی سبک څخه پوره استفاده کړی او د ځوانانو مينه يی تر لاسه کړی ده٠ اوس به مونږ په ګډه د ارکن له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی بچيان دی٠ د شينجيانګ خلک ځوانانو ته با لانګ ځی وايی چی پښتومانا يی بچيان دی٠

( سندره ٢ )

له ٢٠٠٤ کال تر اوسه پوری ارکن په وار سره ٣ البومونه خپاره کړی ٠ د هغه په سندرو کی نه يوازی د شينجيانګ دوديالی سبک ، بلکی د blue ،rock ، bossa nova او new age په ګډون څو عصری سبکونه هم اوريدل کيږی٠

د پروګرام په پای کې به د ارکن په غږ کې يوه بله خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی د ښار شپه٠

( سندره ٣ )

درنو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!