<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-07 18:06:25    
په نړۍ کی به د ژويو او نباتاتو د ډولونو شپږمه لويه تباهی راشی؟

cri

د امريکا د دوک پوهنتون مشهور بيولوژيست ساديات پيم د يوی مقالی په ترڅ کی وويل چی د وروستيو سلو کالو راهيسی د انسانانو د لاس وهنی په اثر د ژويو او نباتاتو د ډولونو د تباهۍ سرعت ددوی د طبيعی تباهۍ نه يو زر چنده چټک شويدی، که وروسته دغه سرعت وساتل شی، نو تر دوه زره پنځوسم کاله پوری به په سلو کی له پنځه ويشت نه تر پنځوسو پوری د ژويو او نباتاتو ډولونه تباه شی يا به د تباه کيدو په حال کی وی٠ د بريتانيا د عالمانو په نظر اوس هره ورځ پنځه اويا ډوله ژوي او نباتات په بله ژبه هر ساعت دری ډوله يی له منځه ځی حتی هغه ژوی يا نباتات چی د عالمانو لخوا ندی پيژندل شوی، له ځمکی نه ورک شويدی٠ د بريتانيا عالمانو په تېروڅلويښتو کالو کی په بريتانيا کی د مرغانو، نباتاتو او پتنګانو په اړه د تحقيقاتی معلوماتو د تحليل څخه موندلی ده چی په تېرو څلويښتو کالو کی په بريتانيا کی په سلو کی څلور پنځوس ډوله پتنګان کم شويدی٠ د عالمانو په نظر د حشراتو کمښت په اکولوژيکی کړيو کی د درز حتی قطع د رامنځته کيدو سب دی٠ د نړۍ د طبيعت ساتونکی د ټولنی لخوا د برابر شويو معلوماتو لمخی د ژويو او نباتاتو د ډولونو د تېرو پنځو ځلو د تباهۍ وروسته نړۍ اوس د شپږمی لويی تباهۍ سره مخامخه ده په بل عبارت اوس په ځمکه کی يو په څلورمه برخه تی لرونکی حيواتات، يو زرو دوه سوه ډوله مرغان او دېرش ډوله نباتات د تباهۍ سره مخامخ دی، هر کال څو مليونه سمندری د لفينان او لاکان مړه کيږي او تر اوسه پوری يوازی څلور سوه أبی نهنګان موجود دی چی دغه سمندری ژوی په نړۍ کی تر ټولو نه لوی دی٠ د عالمانو په اټکل په تېرو دوو سوو مليونو کالو کی په منځنی ډول هر سل کال نوی ډوله مهره دار ژوی او په هرو اوه ويشتو کالو کی يو ډول لوړپوړی نبات له ځمکی نه ليری شوی وو٠ خو د انسان په لاس د چاپيريال د خرابوالی له امله د ژويو او نباتاتو د ډولونو د تباهۍ سرعت د تېرو نورو وختونو نه له سلو نه تر يو زرو پوری چټک شويدی او په هغه وخت کی د نويو ډولونو ژويو او نباتاتو رامنځته کيدل ډېر مشکل دی،نو په داسی حال کی ډېره بيړنی دنده مو دا ده چی بايد د ټولی نړۍ په ساحه کی د ډول ډول ژويواو نباتاتو د وده کولو ځايونه ښه وساتو، که داسی نه وی، نو د ژويو او نباتاتو د شپږمی تباهۍ د رارسيدو په اثر به انسانان هم له تباهۍ سره مخامخ شی٠