<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-07 18:27:27    
په افغانستان کې د دوو بمی چاودنو له امله د ناتو پنځه تنه سرتيري ټپيان شوي دي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان او ناتو د انتلافی پوځ چارواکيو د جنورۍ په شپږمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې له پنځمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پوری د افغانستان په ختيځ او جنوب کې د ناتو پر پوځونو باندی دوه بمی بريدونه وشول چې له امله يی پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.

د دغه هېواد د پکتيکا ولايت والي اکرم خپلواک وويل چې د پنځمې نېټې په شپه د يو ځان مرګي بريد تر سره کوونکي له چاويدونکيو موادو ډک موټر د ناتو سرتيريو ته نژدی والوزاوه چې له امله يی څلور تنه سرتيري ټپيان شول او د بريد تر سره کوونکي سمدلاسه ووژل شو.

په قندهار ولايت کې د ناتو پوځ وياند اندری سالوم د دغه خبر پخلی وکړ چې په شپږمه نېټه د نوموړي ولايت په جاری سيمه کې د دوی ځواکونه د بم له يوې چاودنې سره مخامخ شول چې له امله يی يو تن سرتيری ټپی او يو پوځی موټر ويجاړ شو.