<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-08 17:10:35    
چين د نړيوال اقتصاد په پرمختګ کې د برخې اخيستنې لپاره کوشش کوي

cri

 ګرانو اوريدونکيو ،پنځه کاله دمخه د دسمبر په ١١ نېټه چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې ګډون وکړ چې له امله يې اقتصاد يی د چټک پرمختګ پړاو ته رسيدلی دی.له څو کلونو راهيسی د چين اقتصاد او ټولنې هر اړخيز پرمختګ کړی او اوس د څلورم لوی اقتصادی ځواک او دريم لوی صادرونکی هېواد په توګه بلل کيږي .د اقتصاد د چټک پرمختګ ترڅنګ چين په داسې بڼه د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا او أبادۍ لپاره ستر خدمتونه تر سره کړي چې په ترڅ کې يې هيواد دروازه نوره هم پرانيستل شوې ده .

د نړيوال بانک د يوې نوي شيمرنې له مخې په دغه سازمان کې د ګډون له پنځو کلونو راهيسی د چين د اقتصاد د چټکې پرمختيا له امله د نړيوال اقتصاد پرختيايي انډول په سلو کې ١٣ ته رسيدلی چې له امله يی چين د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د يو ماشين په توګه رول لوبوي .

په چين کې د نړيوال بانک لومړنې استازی دوداوی خبريالانو ته وويل (اواز......)

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون له ٥ کلونو راهيسی د نړيوال اقتصاد پرمختيايی انډول په سلو کې ٢٠ ته رسيدلی دی .چين يو صادرونکی هېواد دی او په وارداتو کې يی هر کال په سلو کې د ٢٥ پرمختيايی انډول په زياتوالی چټک پرمختګ کړی دی .

په دغه سازمان کې له ګډون راهيسی چين د نړيوالې سوداګرۍ د اړوندو مقرراتو مراعات کړی او خپلې ژمنې يی پوره کړې او دغه راز يی د سوداګريز نظام او تګلارو

په تنظيمولو لاس پوری کړی دی .

د موتورولا محدود الکترونيک شرکت عمومی مدير ګاو بين وويل چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له ګډون وروسته د چين قوانين،مقررات او تګلارې لانورې څرګندې او علني شوې دي چې د بهرنيو پانګه اچوونکيو لپاره يې د نظام ضمانت برابر کړی دی (اواز.............) د بيلا بيلو کچو حکومتونو د دندو بدلولو او د خدمتی سويې لوړوالی او د قوانينو څرګندونې له امله چين لازيات پانګه اچوونکی راجلب کړي دي .

له پنځو کلونو راهيسی د چين د چارواکيو او سيمه ايزو تصديو له خوا د نړيوالو سوداګريزو مقرراتو د کارولو توان لوړ شوی دی . چينايانو د دغه سازمان د بازاری اقتصاد د افکارو په اړه پوه شوی او ځينی نړيوال مقررات يی منلی دی .

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له ګډون راهيسی د چين د دولتی اقتصادی پرمختګ چټک شوی دی .د چين د شميرنې ادارې د خبر له مخې د چين د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت په ٢٠٠١ کال کې له نه سوه او نه پنځوس مليونه يوانو څخه روان کال يو مليارډ او څلور سوه ١٤ مليونه يوانو ته زيات شوی چې کلنی پرمختيايی انډول يې په سلو کې له ٩ څخه زيات شوی دی .

د دارداتو کمرکی مالياتو د پرله پسی ټيټولو او د توليدی توان د لوړوالی له امله د رنګه تلويزيونونو،د کاليو مينځلو ماشينونو او د عکسونو اخيستلو کمرو بيې هم ټيټې شوې چې د چين عامو خلکو ور څخه ريښتينی ګټې تر لاسه کړي دي .په وروستيو کلونو کې د چين له خوا د توليد شويو موټرونو بيه ټيټه شوې او ډولونه يی زيات شوي دي .د اټکل له مخې روان کال د چين د موټرونو پلورنې اندازه به ٣ مليونه او ٨ لکو ته ورسيږي چې د تير کال په پرتله به دوه ځله زيات شی .

د روان کال د دسمبر تر ١١ نيټې پوری د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون پنځه کلنی لنډمهالي موده پای ته ورسيده .

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالې سوداګرۍ څانګې مشر جانګ شيان چن وويل چې د دغې مودې د پای ته رسيدو له امله چين نه يوازی له فرصتونو سره بلکې له ځينو ستونزو سره هم مخامخ کيږي .(اواز..........)د دغې مودې له پای ته رسيدو وروسته به چين بهرنيو هېوادونو ته خپله دروازه هم پرانيزي او د چين توليدات به په نړيوال بازار کې له بهرنيو توليداتو سره سيالي وکړي چې دا د چين لپاره نه يوازی فرصتونو نه برابروي بلکې له مخی به يې له ځينو ستونزو سره هم مخامخ شي .نو د ورخلاصون حالت به پيچلی وي او مونږ به له ځينو داسې نويو مسئلو سره هم مخامخ شو چې بلدتيا به ور سره ونه لرو .

ښاغلی جانګ شيان چن وويل چې د لنډ مهالي مودې له پای ته رسيدو وروسته به په نړيوال اقتصاد کې به د چين برخه زياته شی .