<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-08 18:27:15    
کاريزونه د تورفان په سيمه کښی د ژوند سرچينه ده

cri

که الوتکه په ټيټه هوا کښی د تورفان له پاسه والوزی، پکښی سپاره مسافرين ليدلای شی چې د سمسورو شنو سيمو په شاوخوا صحراوو کښی زيات شمير خاورينې کوټې کرښه په کرښه له لوړو ځايو څخه سمسورو شنيليو ته غزيدلي او د مرغلرو د اميل په شان لرغونی او له ژوند څخه ډک تورفان ښکلی کوی٠ دغې خاورينې کوټې د کاريزونو عمودی څاګانې دي ٠

څرنګه چې د تورفان سيمه يو غوچوړی دی ، شاوخوا يې لوړ غرونه ولاړ دی او له سمندر څخه ليری پرته سيمه ده ، نو د دې سيمې دپاسه وريځې ډيرې کمې ښکاری، تل لمر ځليږی او اقليم يې ډير وچ دی چې دا د نباتاتو د ودې لپاره ګټوره ندی٠ دغه راز له دې امله چې لوڅې ډبرې او صحرا ډير زيات تودوخه راجلبوی او دغه تودوالی د شاخوا لوړو غرونو لخوا بنديږی ، نو په دوبی کښی د تورفان په غوچوړی کښی هوا ډيره توده وی چې تودوالی يې کله نا کله له نهه څلويښتو درجو څخه لوړيږی او د مځکې د مخ حرارات يې کله نا کله دوه اتيا درجو ته رسيږی٠ د تورفان په سيمه کښی د اورښت منځنی کلنی اندازه شپاړلس اعشاريه شپږ ملی متره دی او حتی تر ټولو کمه اندازه يې يوازی دوه اعشاريه نهه ملی مترو رسيږی٠ خو د اوبو د تبخير منځنی کلنی اندازه يې دوه زره اته سوه او څلور څلويښتو اعشاريه نهو ملی مترو ته رسيږی٠

د اقليم د داسی خرابو زمينو له امله د تورفان سيمې خلک دا هيله نلری چې د بارانونو د اوريدو له لاری مځکو ته اوبه ورکړی٠ نو د تيان شان په غرنی سيمه کښی د باران د اوبو راغونډيدل او د واورو اوبه کيدل د تورفان سيمې ته د اوبو ورکولو يوازنی سرچينه ګرځيدلې ده٠ خو تيان شان غر د تورفان له سيمې څخه ډير ليری دی او له دغه غره څخه د سيند له لاری بخيدونکی اوبه د بهيدو په بهير کښی ژر د صحرا د ډبرو په طبقو کښی زبېښل کيږی چې د تورفان سيمې ته د سيند د اوبو ايستل يو ډير مشکل کار دی٠ نو ځکه د لرغونی زمانې زحمتکښانو د اوږدې مودې د واقعيت له مخی ګام په ګام کاريزونه ايستلی وو٠

د تورفان له ښاری سيمې څخه په دری کيلومترۍ کښی هغه کاريزونه ليدل کيږی چې د تورفان د خلکو لپاره د ژوند د سرچينې په توګه ګڼل کيږی٠ کاريزونه له عمودی څاګانو، ترمځکو لاندی ويالو،کانالونو اود اوبو له بندونو څخه عبارت دی٠

عمودی څاګانې د تر مځکو لاندی ويالو د کيندلو په بهير کښی د دغه ويالو د غزيدو د لوری ټاکلو ، د کارکوونکو د ننوتلو او وتلو، د خاورو د ايستلو او تازه هوا ورکولو لپاره استعمال شوې٠ د عمودی څاګانو ژوروالی او د هرو دوو عمودی څانګو ترمنځ واټن يو شان ندی چې عمومأ له ديرشو مترو څخه تر اويا مترو پوری دی، د هر کاريز د جوړيدو لپاره بايد څه دپاسه لس يا هم لس ګونه عمودی څاګانې وکيندل شی٠

ترمځکو لاندی د هرې ويالې اوږدوالی عمومأ له دريو مترو څخه تر پنځو مترو پوری دی او د ځينو کاريزونو اوږدوالی له لسو مترو څخه هم زيات دی٠اوبه د مځکې لاندی ويالې څخه کانال ته بهيږی او بيا د اوبو بند ته ننوځی٠دغه اوبه هم کرهنيزو مځکو ته د ورکولو لپاره دی او هم د خلکو د ژوند لپاره ترې استفاده کيږی٠

د معلوماتو له مخی، کاريزونه په نړۍ کښی يوازی د منځنی ختيځ، لويديځې أسيا او شمالی افريقا په وچو سيمو کښی موجود دی٠ اوس د ايران کاريزونه تر ټولو زيات دی چې شمير يې څه دپاسه شل زره دی، په افغانستان کښی څه دپاسه شپږ زره کاريزونه شته ، خو ځينی يې د وروستيو جګړو له امله خراب شويدی٠ په چين کښی يوازی د شينجيانګ په سيمه کښی کاريزونه شته او شمير يې په نړۍ کښی دريم ځای نيسی چې په سلو کښی اتيا برخه يې د تورفان په سيمه کښی پراته دي او شمير يې يو زر او څلور ديرش دی ٠ د تورفان د کاريزونو عمومی اوږدوالی څه نا څه پنځه زره کيلومتره دی او ورڅخه د اوبو د ايستلو اندازه دری سوه مليونه مکعب متره ده چې يوويشت زره دری سوه او دری ديرش هکتارو کرهنيزو مځکو ته ورکول کيږی٠

د وچو سيمو خلکو د ژوند لپاره له طبعيت سره د مبارزې په بهير کښی د خپلې هوښيارۍ او زحمتونو له لاری کاريزونه کيندلی دی٠ د تورفان کاريزونه د تيان شان غره د واورو اوبه د تورفان غوچوړی کرهنيزو مځکو ته رسوی او د دغې سيمې خلکو ته يې نيکمرغی رسولی ده٠ نو ويل کيږی چې کاريزونه د تورفان سيمې د خلکو د ژوند سرچينه ده٠

ګرانو دوستانو، اوس به له تاسو څخه يوه پوغښتنه وکړو چې د تورفان د کاريزونو عمومی اوږدوالی څو کيلومترو ته رسيږی؟ هيله ده چې تاسی په ليکونو کښی مونږ ته سم ځواب راکړی ! مونږ به هره مياشت څلورو تنو سم ځواب ورکوونکو دوستانو ته هغه ښکلی تحفی ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !