سږ کال د چين او افريقايی هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. په تيرو پنځوسو کلونو کی دواړو خواوو د اقتصاد، روزنې، طب او سپورت په برخو کی پراخه او نژدی همکاري کړې په تيره بيا د سپورتی چارو تبادلې د بيلا بيلو هېوادونو د سپورتی چارو د پرمختګ او خپل منځی دوستۍ د پياوړتيا لپاره فعال خدمتونه کړی دی. په همدغو پنځوسو کلونو کی د چين څو ډلې سپورتی استاذان افريقا ته استول شوی او د افريقايی هېوادونو د سپورتی کچې د لوړتيا لپاره يی ستر خدمتونه تر سره کړی او د داسی هېوادونو له خلکو سره يی هم نژدی اړيکی ټينګی کړی دی.
استاذې ميرمن وو هاو جين چې نهه شپېته کلنه ده، له ١٩٨٢ کال څخه تر ١٩٨٤ کال پوری په المغرب کی د دغه هېواد د جمناستيک د ملی ښځينه لوبډلې د استاذې دنده تر سره کړې. د دغې مودې د يادولو په ترڅ کی هغې وويل المغرب ته د رسيدو په لومړيو وختونو کی په دې لوبډله کې يوازې اته او يا لس ښځينه لوبغاړې وې، وروسته څو تنه ځوانې لوبغاړې پکی هم شاملې شوې چې په دې موده کې می څه دپاسه لس تنه لوبغاړې وروزلې. البته د المغرب د لوبغاړو سويه د نورو غښتلو هېوادونو له لوبغاړو سره نشواي پرتله کېدای، خودوی د لومړی ځل لپاره په سياليو کی ګډون وکړ او د ډېرو تکړه لوبغاړو په مخکې يی خپلې سويی وښودلې، نو د دغه هېواد د جمناستيک کميټه ډېره خوشحاله شوه .
له ٢٠٠٠ کال راهيسی، چين د مصر، حبشې او ناميبيا په شمول دوولسو افريقايی هېوادونو ته د ديارلسو سپورتی پروګرامونو لپاره اته دېرش تنه استاذان يا استاذانې ليږلی دی. اوس چين تکل لری چې ګانا، سودان، تانزانيا او نيجر ته استاذان وليږي
د اولمپيک لوبو پر ځينو سپورتی پروګرامونو سربيره،چين افريقايی هېوادونو ته د وو شو په شمول د چين په دوديزو سپورتی پروګرامونو کې د لوړې سويې لرونکی استاذان ليږلی دی. نو داسی استاذان افريقايانو ته د چين د دوديزو کلتورونو د ورپېژندلو او خپرونې دنده په غاړه لری . د بېلګی په توګه، د بېجينګ د سپورت پوهنتون د وو شو پخوانی استاذ لو جيان مين له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠٠١ کال پوری په مصر کی د دغه هېواد د ملی لوبډلې د روزنې دنده تر سره کړه. هغه وويل په دغو څلورو کلونو کی زما په مشرۍ د مصر ملی لوبډله د وو شو په څلورمه او پنځمه نړيواله اتلولۍ کی ګډون وکړ. په څلورمه اتلولۍ کی دغی لوبډلې يو طلايي، دوه نقره يي او دوه برونز ميډالونه تر لاسه کړل. زما په اند په مصر کی د وو شو ترويج او پرمختګ د چينی استاذانو د کوششونو پايله ده .
په دغو پنځوسو کلونو کی د چين د پينګ پانګ او جمناستيک ملی لوبډلو له افريقايی هېوادونو څخه څو ځلې ليدنې کړي او ډېرو چينی استاذانو د افريقايی هېوادونو د سپورتي سويی د لوړتيا لپاره نه ستومانه کېدونکی کوششونه کړی دی. خو د فخر او وياړ تر شا يی د ژبی او چاپېريال په شمول زياتې ستونزې هم ليری کړی دی. ميرمن وو هاو جين وويل کله چې المغرب ته ورسيدم، د روزنې چاپيريال او شرايط يی وروسته پاتي او د روزنې تجهيزات يي لږ وو چې د لوبغاړو د سپورتي مهارتونو د لوړوالي لپاره ډېره لويه ستونزه بلل کيده .
سره له دې چې بيلا بيلې ستونزې موجودې وې ، خو ډېرو استاذانو په شوق او مينه په افريقايی هېوادونو کی د روزنې او لارښوونې کارونه تر سره کړل او تر څنګه يی د دغو هېوادونو له لوبغاړيو سره ژور احساسات او دوستۍ ټينګه کړې ده . استاذ لو جيا مين وويل څرنګه چې مې له لوبغاړيو سره می د روزنې تر څنګ ډيره نژدي دوستی ټينګه کړې وه، نو د سيالۍ په ترڅ کی به يی ما ته بابا ويل. د مصر په يوه ورځپاڼه کی ويل شوی چې استاذ لو جيا مين خپل لوبغاړي ښه پېژندلی دی.
سپورت او بدنی روزنه نه يوازی د چينی استاذانو او افريقايی لوبغاړو تر منځ تبادله او پوهاوی ټينګ کړی، بلکی د دواړو خواوو د خلکو اړيکی يي نورې هم نژدی کړې دی. باور دی چې په راتلونکی کی به نور زيات چينی استاذان افريقايی هېوادونو ته وليږل شي او د دواړو خواوو تر منځ دوستانه اړيکی به د تل لپاره پاتی شي .