<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-09 17:05:38    
سايالا په انګليسی ژبه د شينجيانګ ولسی سندره وايی .

cri

ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . دا په ٢٠٠٧ کال کې د ښځی او ټولني لومړنی پروګرام دی . زه غوټی يم او ډېره خوشحاله يم چې په تېرو دوولسو مياشتو کې د ښځې او ټولنې د پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې وم . په روان کال کې به زه لا هم د ښځې او ټولنې په پروګرام سره بيره د خبرونو په وړاندی کولو سره ستاسو سره واوسم . هيله منه يم چې تاسی زما له پروګرامونو سره مينه ولرۍ او تل زما له پروګرامونو سره پاتی شی . زه به تاسو ته د ښو پروګرامونو د وړاندی کولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړم . که تاسی زما د پروګرامونو په اړه څه غوښتنې او يا نظرونه لرۍ ، د خپلو ليکونو په واسطه يی ما ته وړاندی کړي او زه به تر خپلې وسې پورې د دغه پروګرام په بشپړولو کې هڅه وکړم .

د چين د شينجيانګ ويغوری قوم خپلواکه سيمه لرغونی تاريخ او بېلا بېل ډولونه ولسی موسيقي لری. دغه ځانګړي موسيقي د هنرمندانو او سندرغاړو د کوښښونو له لارې د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپريږی. د شينجيانګ د هنری ښوونځی د پروفيسر مرستياله سايالا له هغې ډلې څخه يوه ده . مېرمن سايالا په چين کې لومړنی مشهوره سندرغاړې ده چې په انګليسی ژبه د شينجيانګ ولسی سندرې وايی . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن سايالا په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم . ( اواز ١)

ګرانو اوريدونکو ، دغه سندره چې تاسی واوريدله ، د مېرمن سايالا له خوا

ويل شويده او نوم يي د سپين کب نجلۍ ده . سايالا چی عمر يی له څلويښت

کلونو نه زيات دی ، په تېرو څلويښتو کلونو کې يي د شينجيانګ له ولسی سندرو سره مينه درلوده . هغې وويل : ( اواز٢)

د ماشوم توب په موده کې مې پلار او مور په مرکزي قومي مطبعه کې کار کاوه . مور مې مخکې د سندرو او نڅاو په ډله کې شامله شوه او له سندرو او نڅاو سره يي ډېره مينه درلوده ، نو زما کور تل د سندرو له غږونو نه ډک بريښيده چې دغه له خوښۍ څخه دغې ډکې فضا په ما باندی ډېره اغيزه کړې ده

په ١٩٧٨ کال کې مېرمن سايالا د شي ان د موسيقي په پوهنځی کې ومنل شوه او د تېری پيړۍ د اتمی لسيزې په سر کی له دغه پوهنځی څخه فارغه شوه . په هغه وخت کې د چين د موسيقۍ هنر ښه پرمختګ وموند او سايالا ته يي هم د خپل هنري توان د څرګندولو ښه فرصت برابر کړ .

په ١٩٨٨ کال کې سايالا د هيلې په نامه د شينجيانګ د ولسی سندرو خپل لومړنی البوم خپور کړ . د شانګهای د موسيقی پوهنځی يو پروفيسر د سايالا د هنري برياليتوب د ارزونې په وخت کې وويل د سايالا اواز د طلايي زنګ غږ ته ورته دی ، هغه بايد نړۍ ته د شينجيانګ د ولسی سندرو د خپريدو لپاره کوښښ وکړي . د سايالا ريکارډ شوی سندره چې خاطره نومېږی ، څو څو ځله په راډيو کې خپره شوه او ډېر مينه وال يی راجلب کړي .

له دې وروسته سايالا په جلا جلا توګه د ايتاليا ، تونس او مراکش په ګډون له يو شمير هېوادونو او سيمو څخه ليدنې وکړې او د شينجيانګ ولسی سندرې يي د بيلا بيلو هيوادونو وګړيو ته خپرې کړې .

د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې سايالا په وياړ د چين ډېر مشهور موسيقۍ پوه

وانګ لو بين وپيژانده او ښاغلي وانګ دې ته لارښونه وکړه چې بايد په انګليسی ژبه د شينجيانګ ولسی سندرې ووايي . مېرمن سايالا وويل : ( اواز٤)

له نيکه مرغه ما ښاغلی وانګ لو بين وپيژانده . هغه ما ته وويل چې تاسۍ بايد په انګليسی ژبه د شينجيانګ ولسی سندرې ووايی ، ځکه چې پخوا هيچا نه شواې ويلی . پرته له دې نه ښاغلي وانګ هم ما ته د انګلسی ژبې يو شمير پروفيسران او بريتانيوي کارپوهان راوپيژندل چې دوي د شينجيانګ يوشمير ولسی سندرې ښې ترجمې کړيدي .

په ١٩٩٥ کال کې سايالا د شينجيانګ په استازيتوب د ايتاليا په نړيوال ولسی هنری فستوال کې ګډون وکړ او په انګليسی ژبه يی د شينجيانګ ولسی سندرې وويلی چې په پايله کې يي لوی برياليتوب تر لاسه کړ .

ګرانو اوريدونکو ، د دې پروګرام په پای کې يوه پوښتنه لرم چې سايالا په کومه ژبه د شينجيانګ ولسی سندرې وايی ؟ که تاسی په خپلو ليکونو کې دغې پوښتنې ته سم ځواب راکړئ ،نو د يوې مناسبې جايزې ګټونکي به شئ .