په بارسيلونا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د لامبو وهلو په سياليو کې نهه نړيوال ريکارډونه ټينګ شول . د لامبو وهلو د نارينه و په سياليو کې د روسيی لوبغاړي سادوی چې په هغه وخت کې يی عمر نولس کاله وو د سرو زرو درې مډالونه تر لاسه کړل . خو د لامبو په حوض کې د مجارستان لوبغاړي دارني ته د اتل لقب ورکړل شو . په ١٩٨٨ کال کې د سيول د اولمپيک په سپورتي لوبو کې دارني د دوه سوه او څلور سوه مترو په واټن د نارينه وو د لامبو وهلو په ګډو سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل . خو په ١٩٨٩ کال کې په يوه سخته ترافيکی پېښه کې د ده کيڼه سترګه سخت ټپی شوه . خو هغه په ټينګ هوډ ټولې ستونزې ليری کړې او د اولمپيک د دغه دورې په سپورتي لوبو کې يی هم د سرو زرو مډال وګاټه .
د يونان لوبغاړی پيروس ديماس
په ١٩٩١ کال کې د هېواد د حالاتو د ترينګلتيا له امله ، د وزن پورته کولو په لوبه کې د البانيا مشهور لوبغاړي پيروس ديماس د پناه وړونکی په توګه ګاونډی هېواد يونان ته کډه وکړه. نو د يونان اړوندو څانګو له ديماس څخه غوښتنه وکړه چې د يونان په استازيتوب د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړي ، که نه دوی به ديماس بيرته البانيا ته ولېږی . ديماس تر ډېرو زياتو فشارونو لاندی د يونان په استازيتوب په بارسيلونا کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ . هغه د
وزن پورته کولو په لوبه کې د دری اتيا کيلوګرامو په کچه سياليو کې د سرو زرو
مډال لاس ته راوړ.
د چين غوره لوبغاړې جانګ شان
په بارسيلونا کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د سکيت په نامه سياليو کې چې له دوو طرفونو څخه بشقابونه ويشتل کيږي او لوبغاړي ورباندي ډزې کوي ، نارينه او ښځينه لوبغاړي لا هم سره شريک وو . د چين لوبغاړې جانګ شان چې د لومړی ځل لپاره يی د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون کړی وو . په مقدماتي مسابقه کې ټولې نښی ددې لخوا ولګيدلې . په پايلو به کې يی نورو پنځو تنو نارينه و لوبغاړيو ته ماتی ورکړه او د سرو زرو مډال يي تر لاسه کړ . وروسته تر هغه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې په دغو سياليو کې نارينه او ښځينه لوبغاړي په جلا جلا توګه ګډون کوی . نو د جانګ شان د سرو زرو مډال د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې يوازني مډال وو .
د باسکتبال په سياليو کې د امريکا ټيم .
په بارسيلونا کې د اولمپيک له سپورتي لوبو نه وروسته د اولمپيک د سپورتي لوبو کمېټی د باسکتبال مسلکي لوبغاړيو ته اجازه ورکړه چې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ . نو په نړۍ کې يو شمير ډېر غوره مسلکي لوبغاړي د امريکا د باسکتبال په ټيم کې شامل شول . دوی په ټولو اتو سياليو کې بريالي شول او په منځنۍ توګه يی په هره سيالی کې يو سل او اوه لس اعشاريه دری نمرې واخيستې . په پايلو به کې يی له کرواتيا څخه دوه ديرش نمرې زياتی
واخيستلی او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ . له دې وروسته د NBA د مسلکي نارينه و لوبغاړيو څخه جوړ شوی امريکا يی ټيم د dream ټيم په نامه وګڼل شو .