<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-09 20:35:52    
په افغانستان کی د م م د مينونو پاکولو کار څرګند برياليتوب تر لاسه کړی دی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کی د مينونو پاکولو په اړه د م م دفتر د جنوری په نهمه نېټه په يو راپور کی وويل تير کال په افغانستان کی د م م دغه کار څرګند برياليتوب تر لاسه کړی چی د مينونو په شمول يې څه د پاسه اتيا زره چاودېدونکی مواد ليری کړی او د مينونو د ځايونو په سلو کی اوه لس برخه يی پاکه کړی ده.

په دغه راپور کی ويل شوي چی د مينونو د پاکولو او د امنيت روزنې په اړه د م م په کارونو کی هم ستر برياليتوبونه تر لاسه شوی دي. د ٢٠٠٦ کال په هره مياشت کی تقريبا شپېته تنه کسان د مينونو په شمول د چاودېدونکو موادو لخوا وژل شوی او ټپيان شوی دي، خو پنځه کاله مخکی دغه رقم يو سل او اته ديرش و.

د اړوندو کارپوهانو د اټکل له مخی، په تيرو څو لسيزو کی د جګړو له امله په افغانستان کی د ډېرو مينونو په شمول زيات چاودېدونکی مواد پاتی شوی دي. دا به څو کلونو ته اړتيا ولری چی په دغه هېواد کی ټول مينونه له منځه يووړل شي.