<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-10 18:41:32    
د چين د جنوب لويديځ د قومی پوهنتون له هوساينی څخه ډک دی

cri

د چين د سی چوان په ولايت کې يو داسی پوهنتون شته چې په کې د هيواد د ٥٦ مليتونو زده کوونکی ليدل کيږي . دغه ډول پوهنتون په چين کې يوازنی ځای دی چې د جنوب لويديځ د قومی پوهنتون نوميږي .

دغه پوهنتون په ١٩٥١ کال جوړ شو چې د نوی چين له جوړيدو وروسته د مليتونو له هغو پوهنتونونو څخه شميرل کيږي چې تر ټولو وختی جوړ شول . دغه پوهنتون د جوړيدو د پنځوس کلونو راهيسی په بيلا بيلو ساحو کې څه دپاسه ٩٠ زره استعداد لرونکی کسان روزلی چې د نوی چين له جوړولو وروسته د تبت او چيانګ قومونو لومړی ډکتران ، د تبت قوم د لومړی ډلی جنرالان ، په چين او نورو هيوادونو کې مشهور کارپوهان او د بيلا بيلو کچو مشران په کې شامل دی . له دغه پوهنتون څخه زيات شمير فارع شوی زده کوونکی اوس په چين کې په بيلا بيلو برخو کې تګړه کارکونکی ګرځېدلی چې د قومی سيمو په أبادی او پرمختګ کې يې ستر رول لوبولی دی .

د جنوب لويديځ د قومی پوهنتون د خپل هيواد له ټولو سيمو څخه زده کوونکی راغونډوی چې له ٢٠٠٥ کال راهيسی د چين د ټولو ٥٦ قومونو زده کوونکی په کې شته ، په دې هکله د دغه پوهنتون د مشر مرستيال ځنګ مينګ په خوشحالۍ سره وويل زموږ په پوهنتون کې د ټولو ٥٦ قومونو د زده کوونکو په راغونډېدلو سره د پوهنتون مشران ، کارکوونکی او زده کوونکی ټول ډير خوشحاله دي . د ځينو قومونو نفوس ډير کم دی او يوازی زرو تنو ته رسېږي . د تاجيک قوم يوې زده کوونکی له خپلی ټاټوبی څخه زموږ پوهنتون ته د راتګ په ترڅ کې يوه مياشت ولګوله .

د پوهنتون د مشر ځنګ مينګ فو په اند د ده په پوهنتون کې په بشپړه توګه د ٥٦ قومونو د زده کوونکو راغونډيدل د دغه پوهنتون په تاريخ کې يوه ډيره ستره پيښه ده او ستر اهميت لری . د يی قوم د پوهنو د پوهنځی مشر ونيدو وويل د پوهنتون له جوړيدو راهيسی نيمه پيړی تيره شوی ده ، ټول ښوونکی او زده کوونکی يې تل په هوساينې سره د زده کړې او د باور لرلو پر رويی باندی ټينګار کوي ، نو دغه پوهنتون ښه پرمختګ کړی دی . هغه وويل بيلا بيل قومونه خپل دود او دستور او عادتونه لری ، د مختلفو قومونو کلتور ، دود او دستور او دينی چارو ټولو درناوی کيږي . په دغه حال کې د ملی لږکيو پوهنو په پوره او اوږده توګه پرمختګ کړی او د ملی لږ کيو د استعداد لرونکی کسانو د روزنې په بهير کې هم ځانګړتيا موندل شوی دی .

د ګان سو ولايت د تبتی قوم يو ځوان هه جيان د دغه پوهنتون د بهرنيو ژبو په پوهنځی کې زده کړه کوي ، په دغه پوهنتون کې يې د زده کړی ښه چاپيريال احساس کړی او د بيلا بيلو قومونو له زده کوونکيو سره يې ژوره دوستی جوړه کړې ده . د ده په أند له دغو زده کوونکيو سره يو ځای زده کړه کول د ده د پوهنې په پراختيا کې ستر رول لوبوی .

په دغه پوهنتون کې کله نه کله د زده کوونکيو لپاره بيلا بيل خوندور فعاليتونه تر سره کيږی . د بيلګې په توګه د ٢٠٠٦ کال په پاې کې د خوندورو خوراکونو جشن تر سره شو چې زيات شمير زده کوونکيو په کې ګډون وکړ . د پوهنتون د لوی ډګر په مرکز کې زيات ميزونه او بيلا بيل خوندور خوراکونه پرې اېښودل شوی وو ، د بيلا بيلو قومونو زده کوونکيو د خپلو ټاټوبيو خوراکونه خوړل او د پوهنتون په زړه پوری چاپېريال احساس يې کاوه .

اوس د دغه پوهنتون مشر ، ښوونکی او زده کوونکی د يو معاصر پوهنتون د جوړولو لپاره هڅی کوي .