<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-10 18:31:49    
د لوي ديوال يو ساتونکي بزګر جيانګ حه شان

cri

د چين لرغوني او مشهور تاريخي ارزښناک اثر لوي ديوال د چين د بيجينګ په شاوخوا کې پروت دي ٠ د ټولې نړۍ د ارزښتناک تاريخي اثر په توګه د زرګونو زرګونو کلونو راهيسي د پرله پسي جګړو د اور ، د ناورينو ،د سختو بادونو او بارانونو له ځپلو سره مخامخ او تر زياتې اندازې پوري ويجاړ شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې مخ په زياتيدونکي چينايان په داوطلبانه توګه راغونډ شوي او د لوي ديوال د ساتنې دنده يي په غاړه اخيستي او اخلي يي ، يو عادي بزکر چه جيان حه شان نوميږي ، له دغې ډلې څخه يو دي ٠

بزګر جيان حه شان د چين دحه بي ولايت د فو نينګ ولسوالي په يو کوچني کلي کې اوسيږي ، که دکلي له سر څخه ليري خوا ته وګوري ، د لوي ديوال پوره منظره ليدل کيږي ٠ جيان حه شان وويل چې لا پخوا دده نيکونه د لوي ديوال ساتونکي سرتيري وو٠ هغه له کوچنيتوب څخه د لوي ديوال تر لمنې لاندې وده کړي او په زړه کې ژوره خاطره پري ايښې ده ٠ هغه وويل چې د کوچنيتوب په وخت کې يي پلار تل د لوي ديوال په اړه د دود دستور، ساختماني حالتونو او د ترميمولو په هکله زيات معلومات او کيسې ور ته کولې ٠ جيان حه شان وويل چې زما په فکر هغه وخت د لوي ديوال د ويجاړولو کارونه نه ليدل کيدل ٠ خو وروسته لوي ديوال تر بيلا بيلو اندازو پوري ويجاړ شوي دي ٠ په تيره بيا په تيره اتمه لسيزه کې په لوي ديوال کې يو درول شوي لوي

ډبرين څلي ورک شوي دي ٠ له هغه وخت نه وروسته مي د لوي ديوال د ساتلو ټينګ عزم درلود او تر اوسه پوري مي د خپل دغه هوډ د تر سره کولو له پاره څه د پاسه شل کلونه خدمتونه کړي دي ٠

د څه د پاسه شلو کلونو راهيسي ښاغلي جيان نژدي هر ه ورځ د هغو عملونو د مخنيوي له پاره په څه د پاسه لس کيلو مترو لارو وهي او کزمه کوي چې ځيني خلک د درملني نباتاو دکيندلو او د پسونو د بيولو له پاره د لوي ديوال لمن ته تګ راتګ کوي ٠ دد ه د دغه عمل تر اغيزې لاندې اوس مخ په زياتيدونکي کليوال د لوي ديوال د ساتنې په فعاليت کې برخه لري ٠ کليوال لي جن فانګ خبريال ته وويل چې پخوا کليوالو د تاريخي اثارود ساتنې په هکله زياتې پوهنې او معلومات نه درلودل او کله کله يي د لوي ديوال د ويجاړولو کارونه هم کړي دي ٠ خو وروسته د ښاغلي جيان حه شان د عمل تر اغيزو لاندې اوس د لوي ديوال د ساتنې په هکله د کليوالو مفکوره پياوړي شوې ده ٠

د لوي ديوال د ساتنې په وخت کې جانګ حه شان د لوي ديوال د تاريخ او لرغون پيژندنې په هلکه زياتې څيړنې تر سره او د اړوندې مطالعې په باب اکاډميکې مقالې هم ليکلي او د لوي ديوال د څيړنې د محافلو لوړه ستاينه يي تر لاسه کړې ده ٠ په ٢٠٠٢ کال کې هغه د چين د لوي ديوال په څيړونکي ټولنه کې ومنل شو چې د اړوندو کارپوهانو او څيړونکو له خوا جوړ شوې ده ٠ ښاغلي جيانګ حه شان د نوموړي ټولنې د جوړيدو د څه د پاسه لسو کلونو راهيسي منل شوي لومړني بزګر غړي ګرځيدلي دي ٠ د دغې ټولنې مشر تونګ ياو هوي

وويل د جيان حه شان په شان دغسي وګړي چې د لوي ديوال د لمن په شاخوا کې اوسيږي ، د اوږدي مودې له پاره د لوي ديوال د ساتنې له پاره زيات کارونه تر سره کړي دي ٠ د دوي له کارونو څخه د خپل وطن او خپل ملت سره د دوي ژوره مينه څرګنده شوې ده ٠

د لوي ديوال د ساتنې په هکله د ښاغلي جيانګ حه شان فعاليتونو هم د زياتو بهرنيو دوستانو پاملرنه وراجلب کړې ده ٠ تر اوسه پوري د نړۍ د څه د پاسه لسو هيوادونو زر تنه بهرنيان د ښاغلي جيان حه شان کور ته ورغلي ، خبرې يي ور سره کړي او د لوي ديوال د ساتنې په هکله يي دده کيسې اوريدلي دي ٠ بهرني دوست ښاغلي کارت وينين وويل چې هغه په ډير وياړ سره د لوي ديوال د ساتنې په هکله خپلې کيسې مونږ ته وويلې ٠ مونږ د ده د کيسو له امله ډير متاثر شوو٠ اوس ښاغلي جيان لا هم هره ورځ د لوي ديوال د ساتنې له پاره د لوي ديوال په شاوخوا کې د ساتلو په کارونو بوخت دي ٠