<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-10 18:36:28    
په بيجينګ کې په موټرونو کې د نوي ډول بريښنايي ماشين کارونه

cri

د بيجينګ د اولمپيک راتلونکيو سپورتي لوبو لپاره يو شعار دا دی چې چاپيريال ته ککړتيا و نه رسول شي . نو د بيجينګ ښاروالي د شنه اولمپيک په نامه د موخې ترسره کولو لپاره زياته هڅه کوي چې د موټرونو لخوا د خوشي شويو ګازو کمښت يو مهم کار دی .شک نشته چې له ډول ډول تدبيرونو څخه د بريښنايي موټر کارونه يوه ښه لار ده . لږه موده دمخه يو نوی ډول أکومولاتور بټرۍ جوړه او د بيجينګ په عمومي بسونو کې کارول شوی ده چې د ليتيم يون په وسيله بريښنا توليدوي .

ټولو ته معلومه ده چې د موټرونو لخوا خوشي شوي ګاز هوا ته ډير زيان رسوونکي دي . د بريښنايي موټرونو کارونه د هوا ککړتيا د کمښت لپاره ډيره ګټوره ده . خو په بريښنايي موټر کې د کارول شوې معمولی أکومولاتور بټرۍ نيمګړتيا دا ده چې د بريښنا ډکولو لپاره وخت اوږد او د کارونې وخت يي کم دی . خو د نوي ډول بټري په کارولو سره ياده شوې نيمګړتيا له منځه وړل شويده .

په معمولی أکومولاتور بټرۍ کې د سب او اسيد ترمنځ د کيمياوي ترکيباتو له لارې بريښنا توليديږي او له پنځو څخه تر لسو ساعتو پوري له بريښنا ډکولو وروسته موټر يوازي سل کيلومتره لاره وهلی شی ، خو له يو څخه تر دريو ساعتو پورې د ليتيم يون په وسيله جوړې شوي بطرۍ له ډکولو وروسته موټر دوه نيم سوه کيلومتره لاره وهلی شي .د بيلګې په توګه يو ټکسي موټر د سلو کيلومترو په وهلو سره لس ليتره پطرول لګوي چې د پطرولو لګښت يي پنځوس يوانه دي او له شپږو امريکايي ډالرو سره معادل دی . خو د بټرۍ په کارولو سره يوازی څو يوانه يعنی نيم ډالره لګښت په کار دی .

دغه څرګندونې د بيجينګ پوهنتون د نوي انرژۍ او تکنولوژۍ د لابراتوار مشر پروفيسر ژن چي ليو وکړې چې نوی ډول بټری د همدغه لابراتوار لخوا اختراع شوېده . د يادونې وړ خبره دا ده چې د دغه ډول بټرۍ ډولونه بيلا بيل دي چې د عمومي بس ، ګړندي موټر ، موټرسايکل او حتی بايسکل لپاره کارول کيږي . د ليتيم يون بټرۍ په نړۍ کې ډيره پرمختللې ده او په پر له پسې ډول زر ځله کارول کيږي چې هيڅ زيان رسوونکي توکی پکې نشته .

د نوي ډول بطرۍ په اختراع سره په بيجينګ کې د عومي بريښنايي بسونو کارونه پيل شوېده . اوس په چين کې د يو دوه يو لمبر په نامه د عمومي بس ليکې به په کار پيل کړی چې په پنځلسو بسونو کې معمولي بټرۍ او په لسو بسونو کې د ليتيم يون بټرۍ استعماليږي . د دغه ډول بسونو کارونه د ګڼ شمير سپرليو لخوا ستايل شوې وه . ښاغلي ليو جن خبريال ته وويل اوس چين د داسی ټولنې د جوړولو لپاره هڅه کوي چې انرژۍ يي سپموي او چاپيريال ته پکې ککړتيا نه رسيږي ، زما په اند د بريښنايي موټرونو کارونه د دغه ډول هوسا ټولنې د أبادولو لپاره يو خدمت دی . څرنګه چې په بيجينګ کې موټرونه ډير دي ، نو دا د بيجينګ د چاپيريال ساتنې لپاره يوه لويه ننګونه ده .

د معلوماتو له مخې اوس په بيجينګ کې دوولس زره عمومي سرويسونه شته . له اټکل سره سم تر دوه زره اتم کال پورې به دغه شمير اتلسو زرو ته ورسيږي او د بيجينګ ښاروالي ژمنه کړې چې په سلو کې نوي عمومي سرويسونه پطرول و نه کاروي .

د چين حکومت پلان لری چې پر عمومي سرويسونو برسيره په شخصي موټرونو کې د أکومولاتور بټرۍ کارونه ترويج وکړي . نن ورځ شلګونه تصدۍ د بريښنايي موټرونو په څيړلو او جوړولو لګيا دي . د بيجينګ د لي شه ګوانګ مين په نامه د موټرونو ډيزاين شرکت تير کال لومړنی بريښنايي موټر ډيزاين کړی او په پاريس کې يي د موټر نندارتون ته يي ليږلی دی . ددغه شرکت مشر لي ګوانګ مين وويل دغه ډول بريښنايي موټرونو ځانګړتيا د انرژۍ سپمول او چاپيريال ته د ککړتيا نه رسول دي او د سلو کيلومترو لارو وهلو لګښت يې يوازي دوه درې يوانه دي چې له نيم امريکايي ډالرو څخه هم کم دی . د دغه ډول موټر بهرنی پوښ له ښيښه يي اليافو څخه جوړ شوی سخت پلاستيک دی ، نو اصلی بيه يي ټيټه ده او د کورنۍ او سيلانۍ لپاره مساعد دی . ښاغلي لي ګوانګ مين وويل اوس مونږ د زيات شمير داسي موټرونو جوړولو توان لرو او غواړو له نورو فابريکو سره يو ځاي دغه ډول موټرونه جوړ کړو چې د خلکو اړتياوې پوره کړو .

اوس د چين په لويو ښارونو کې ديرش مليونه ډول ډول موټرونه شته چې په پايله کې يي د موټرونو زيان رسوونکی ګاز په ښارونو کې د هوا د ککړتيا عمده سرچينه ده ، دغه راز چين هر کال زيات نفت واردوي ، نو د بريښنايي موټر ترويج يوه بيړنی دنده ده .