<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-11 19:20:15    
د چينګ چنګ غر او د دو جيانګ يان د اوبو لګولو پروژه

cri

___د سی چوان ولايت په هکله د معلوماتی مسابقی څلورم پروګرام

نننی پروګرام د سی چوان ولايت په هکله د معلوماتی مسابقی څلورمه برخه ده او ستاسو څخه زموږ د راډيو د اوريدلو څخه ډيره مننه کوو او هيله ده چې د دې مسابقی ټولو پوښتنو ته سم ځوابونه پيدا کړئ ! په نننی پروګرام کې به تاسو ته د چينګ چنګ غر او د دو جيانګ يان د اوبو لګولو پروژی په هکله څه معلومات وړاندی کړم چې دواړه يي د نړۍ د کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوي دي ! خو په پيل کې به يو ځل بيا له تاسو څخه دوه پوښتنی وکړم : لومړی پوښتنه _ أيا چينګ چنګ غر د تاويزم يوه سرچينه ده ؟ دوهمه : د دوجيانګ يان د اوبو لګولو پروژه په نړۍ کې د اوبو لګولو تر ټولو لرغونی پروژه ده ، د دغې پروژې تاريخ څو کلونو ته رسيږي ؟

د چينګ چنګ غر د سی چوان ولايت له مرکز چنګ دو ښار څخه د يو ساعت مزل واټن لری . که تاسی دغه غره ته په تجريجی ډول وخيژی د تنګې لارې په غاړه به وګوری چې د چينګ چنګ غر تک شين ښکاري او طبيعي منظرې يي ډيرې ښکلي دي ، ته به وايي چې دا بالکل يو زړه راکښونکي ځاي دی . د غرنيو لارو دپاسه لويې لويې ونې خپل قوي لاسونه يو بل ته غځوي او ښاخونه يي حتی د لمر رڼا هم پټوي ، د کوچنيو ويالو اوبه د سپينو زرو د ځنځير په شان له غرنيو لارو سره سم لاندي راتويږي او شره هاری يي ټوله فضا ډکوي چې د بهيدلو سرعت يي کله چټک او کله ورو وی او د ملغلرو په شان څاڅکي څاڅکي پر وښو باندی تويږي . د لړې سپين څادر هره ورځ د غره پر درې غوړيږي .

د چنګ چنګ غر د چين د ځايی مذهب تاويزم يوه مهمه سرچينه ده . د تاويزم له مخې انسان بايد له طبيعت سره يو ځاي ګډ ژوند وکړی ، ګمان کيږي چې يو زره اته او سوه کاله مخکې د تاويزم جوړونکی جانګ لينګ جنګ د چينګ چنګ غر د ښکليو منظرو او أرام چاپيريال له امله په دغه ځاي کې دايمی اوسيده او تاويستي احکام يي پلی کول . د تاويزم له رامنځته کيدو وروسته په يوه اوږده موده کې دغه دين په چين او حتی په ختيځه أسيا کې يو اغيزمن مذهب و . د لارښووکي کانګ د معلوماتو له مخې په سل ګونو تنه تاويستي راهبان د چينګ چنګ غره په معبدونو کې په جدی توګه د خپل دين احکام او تيوري پلی کوي ، خو د تاويزم د رامنځته کيدو په پيل کې د راهبانو مذهبی مراسم او ژوند سره بيل وو . هغې وويل په هغه وخت کې راهبانو ته اجازه ورکول کېده چې په کور کې ديني احکام تر سره او واده وکړی ، شراب وڅښی او غوښه وخوري ، خو اوس تاويستي راهبان بايد په معبد کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي ، واده و نه کړی او شراب او غوښه هم ممنوع وي .

د چينګ چنګ غر له سيل وروسته سيلانيان کولی شی چې دغه ځای ته نژدی د دو جيانګ يان د اوبو لګولو له پروژی څخه ليدنه کتنه وکړي !دغه پروژه په نړۍ کې د اوبو لګولو لومړنی پروژه ده او دوه زره کاله مخکې د ځايي چارواکي لي بين په لارښوونه جوړه شوې ده . د بابل او روم مصنوعي ويالې چې په نړۍ کې د اوبو لګولو له مشهورو لرغونو پروژو څخه شميرل کېږي ، لا پخوا له خاورو سره برابرې شوې ، خو د دو جيانګ يان د اوبو لګولو پروژه لا تر اوسه هم کارول کيږي .

دو جيانګ يان د مين سيند په منځنی برخه کې پروت دی ، ويل کيږي د دغې پروژې له جوړولو مخکې هر کال په پسرلي او دوبي کې د غرنيو سيلابونو د رامنځته کيدو له امله د مين سيند په اوږدو کې ناورينونه پيښيدل او ځايي خلکو ته زيات زيانونه رسيدل . د دو جيانګ يان پروژې په جوړولو سره د مين سيند په دوو برخو ويشل شوي چې په پايله کې يي نه يوازی ناورين کميږي ، بلکی کرنيزو پټيو ته اوبه هم ورکول کيږي . له امريکا څخه راغلي سيلاني کين بويد د دغه ډيزاين ډيره ستاينه وکړه. هغه وويل ډير حيران يم چې چينايانو دوه زره کاله مخکې دغه شان پروژه جوړه کړې چې هم د سيلاوونو په موسم کې د اوبو بهيدنه کنترولوي او هم د وچکالۍ په موده کې پټيو ته کافي اوبه ورکوي .