<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-12 18:44:13    
د چين د پوهنتون لومړنۍ ښځينه مشره ---وو يي فانګ

cri

په ١٩١٥ کال کې د چين لومړنۍ ښځينه پوهنتون يعنی د جين لينګ ښځينه پوهنتون په رسمی توګه پرانيستل شوه او لومړنۍ مشر يې يو امريکايی و. په ١٩١٦ کال کې ٢٣ کلنه وه يي فانګ په دغه پوهتون کې شامله شوه او د غوره برياليتوبونو له امله د زده کوونکو د لومړی دوری کمېټې د مشرې په توګه وټاکل شوه. په ١٩٢٢ کال کې د لوړو زده کړې لپاره د امريکا د ميچيګان پوهنتون ته ولاړه او د بيالوجی په څانګه کې يې د داکټری درجه تر لاسه کړه.

شمالی چين ته د لښکرکشی له جګړې وروسته د چين ملی حکومت له کليسا څخه د دغه پوهنتون د خپلواک حق واخيست او يوه قاعده يې وټاکله چې له مخې يې د پوهنتون د مشر دنده بايد د چينايانو له خوا پر غاړه واخيستل شي.په ١٩٢٨ کال کې ٣٥ کلن وو يي فانګ د دغه پوهنتون د لومړی چينی مشرې او د چين د پوهتون د لومړی ښځينې مشرې په توګه وټاکل شوه.

وو يي فانګ د پوهنتون لپاره يوه سخته قاعده وټاکله چې واده شوی زده کوونکی د منلو وړ نه وو. که چيری زده کوونکی د زده کړو په بهير کې واده کړي، دوی بايد له خپلو زده کړو څخه لاس واخلي. د نيه های هوا په نامه د چينی مشهور ناول د ليکوال خور ځن جي تر فيوډالی سيستم لاندی د واده له بدو اغېزو څخه د وتلو لپاره له خپل لور سره نان جينګ ته راغلی او وو يي فانګ ته يې د خپل کور او واده په اړه څه معلومات ورکړل او د زده کړې په اړه يې خپله سخته هيله څرګنده کړه. په پای کې وو

يي فانګ د پوهنتون د قاعدو په ماتولو سره هغه ومنله.

په دغه پوهنتون کې د ښوونکو لخوا د ازموينو په ترڅ کې د زده کوونکو څارنې ته اړتيا نه درلوده او زده کوونکو ته يې يوازی د ازموينې کاغذونه ورکول. هيڅ زده کوونکی د ازموينې په ترڅ کې ټګی نه کوله.

په دغه وخت کې وو يي فانګ ډېر لوړ ټولنيز حيثيت درلود.د ١٩٤٥ کال د اپريل په مياشت کې هغې له دونګ بي وو،هو شه او نورو شپږو کسانو سره يو ځای د م م د جوړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ او وو يي فانګ د لومړنۍ ښځينه استازی په توګه د م م په اساسی قانون کې خپل نوم ليکلی و.

په ١٩٥٢ کال کې دغه پوهنتون د نان جينګ د ښوونکو د روزنې په پوهنتون کې ورګلی شو او د جين لينګ ښځينه پوهنتون د چين د ښوونې په ساحه کې له نظرنو څخه ليرې شوی و. په هغو ٢٣ کلونو کې چې وو يي فانګ د مشرې دنده پر غاړه اخيستی وه، د دغه پوهنتون علمی درجی د بريتانيا او امريکا په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو د مشهورو پوهنتونو له خوا منل شوی وې. ٩٩٩ تنه زده کوونکی له دغه پوهنتون څخه فارغ شوی او پر ٩٩٩ ګلابونو نومول شوی وو. په ١٩٧٩ کال کې وو يي فانګ د ښوونې په ساحه کې د خپلو سترو خدمتونو له امله د امريکا د ميچيګان پوهنتون له خوا د هوښيارۍ د ښځې په نامه جايزه وګټله.

د ١٩٨٥ کال د نومبر په ١٠ نېټه ٩٢ کلنې وو يي فانګ له دنيا څخه سترګې پټی کړې.هغه يو عيسوی او د هيڅکله نه وه وداه شوی چې د دې لپاره دوه ځانکړی نښې وې.