<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-12 19:41:29    
د چين د خطاطۍ هنر غونډه

cri

د دوه زره شپږم کال د خطاطۍ هنر نړيواله غونډه د تېر کال د دسمبر په دولسمه نېټه د چين په جنوب هانګ جو ښار کې پای ته ورسېده.د چين،ديموکراتيکې کوريا او سينګاپور په ګډون له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلی سل تنه خطاطان راغونډ شول په يو لړ فعاليتونو کې يې خپل برياليتوبونه څرګند کړل او د خطاطۍ هنر د پرمختګ په اړه يې بحث وکړ.د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغې غونډې په اړه څه معلومات درکړم.

د تېر دسمبر په لسمه نېټه د دوه زره شپږم کال د خطاطۍ هنر هنر نړيواله غونډه پرانيستل شوه اود هغې عمده موضوع په ترڅ کې يې چې د خطاطی هنر د کلتور او روحيې ترمنځ يو پل دی،په بشپړه توګه د خطاطۍ هنر عصاره نندارچيانو ته وړاندی کړه.

د چين د کلتور وزارت مرستيال چانګ که ژن د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د خطاطۍ هنر له بېجينګ اوپيرا،چينی کونګفو او ستن وهلو سره يو ځای د چينی کلتور له څلورو خزانو څخه ګڼل کيږي. دواملرونکی ملی روحيه او ژوندی چينی کلتورد خطاطۍ له هنر څخه څرګنديږی. ده وويل

---لومړی اواز---

د دغې غونډې د عمده موضوع په شان، د خطاطۍ هنر د کلتور او روحيې ترمنځ يوه سره ګډيدنه ده. ډېر کسان به د دغې غونډې په ترڅ کې پر خطاطۍ پوه شي او د هغې

څيړنه او تمرين به وکړي.دغه غونډه د بېلا بېلو هېوادوالو ترمنځ د پوهاويو د پياوړيتا او نړيوالو ته د چين د هنر او کلتور په اړه د

معلوماتو ورکولو لپاره ډېر اهميت لري.

د نړيوالو مشهورو خطاطانو د اثارو نندارتون د دغې غونډې يوه مهمه برخه وه.له چين،جاپان،ديموکراتيکې کوريا،ماليزيا او سينګاپور څخه د سلو تنو نامتو خطاطانو څلور سوه اثار نندارچيانو ته وړاندی شول.د دغې غونډې هنری مشاور او د چين مشهور خطاط ښاغلی ليو يي وويل

---دوهم اواز---په دغه نندارتون کې ايښودل شويو ټوټو ځانګړتياوی درلودې او خطاطانو د خپلو اثارو له لارې خپل برياليتوبونه څرګند کړل.

پر نندارتون سر سېره،د خطاطۍ هنر نړيوال فوروم هم د پاملرنې وړ و.خطاطانو پکې پر لرغونی خطاطۍد اوسنی هنر او انټرنېټ د اغېزو او د خطاظۍ هنر د نړيوال کېدو په اړه تود بحث وکړ.

د بېجينګ د ښوونکو د روزنې پوهنتون د چينی خطاطۍ د څيړنې ټولنې پروفيسر ښاغلی وانګ يون جيون پر خطاطۍ د انټرنېټ د اغېزونو په هکله وويل

---دريم اواز---د انټرنېټ زمان په رارسېدو سره انټرنېټ د يوه نوي خبری رسنی په توګه مهم رول لوبوي. په انترنيت کې نه يوازی د ليک دودونو رنګارنګ ډولونه او تصويرونه بلکې راډيويی او ويډيويی معلومات شامل دي چې دا د نورو خبري رسنيو لخوا نشي ځايداي .نن ورځ يو لړ غوره خطاطان په انټرنېټ کې رامنځ ته شوی او د خطاطۍ له لارې د سوداګری ډګر ګرځيدلی دی.

د مکاو د خطاطانو د ټولنې مشر ښاغلی ليان جيا شن ډېر ځلې د چينی خـطاطۍ د نندارې لپاره هسپانيا او بلژيک ته سفر کړی دی.هغه په غونډه کې د خطاطۍ د نړيوال کېدو په هکله خپلې انګېرنې څرګندې کړې او و يي ويل

---څلورم اواز---د چينی خطاطی هنر په نړۍ کې يو ځانګړی هنر دی او ښکلا او جذابيت يې د نورو هېوادونو د خطاطۍ له خوا نه شي پر ځای کيدی. چينی خطاطی له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ، په بېلا بېلو بهرنيو هېوادونو کې د ډېرو چينايانو او د چينی ليک دود د ځانګړتياوو له امله ګام په ګام نړيواله شوی او د ځانګړی هنر په توګه د نړيوالو له خوا منل شوی ده.