<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-12 20:09:18    
دچين د تاريخي ځايونو په اړه د حفيظ الله غښتلي انګيرنې:

cri

د چين د نړيوالې راډيو او د ويب پاڼې محترمو لوستونکو اسلام عليکم هيله ده چې پخپلو ورځنيو چارو کې مو بشپړه بريا په برخه وي محترمو دوستانو په تيرو دوو خپرونو کې مې له افغانستان څخه د چين د نړيوالې راډيو د ځانګړې جايزې له ګټونکي سره د مرکې ځينې برخې درواورولې، تاسو په تيرو برخو کې د ښاغلي حفيظ الله غښتلي د خپل شخصي ژوند او دا چې له کوم وخت راهيسې يې د چين له نړيوالې راډيو سره همکاري پيل کړې او دغه راز د ځانګړې جايزې د ګټلو په اړه يو څه معلومات ترلاسه کړل،خو بيا هم غواړم چې په لنډه توګه يو څه يادونه ترې وکړم، ښاغلی حفيظ الله غښتلی د افغانستان د وردګو په ولايت کې ږيدلی ،له ګڼو خپرنيزو ارګانونو سره يې کار کړی،همدا شان د ګوربت په نوم د يوې پښتو مجلې چلوونکی هم دی،ددې ټولو تر څنګ اوس مهال د کابل په پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکوي، له ١٩٩٥ کال راهيسې يې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو برخې اوريدل پيل کړي،د شلمې پيړۍ له نهمې لسيزې راهيسې يې خپله قلمي همکاري هم ټينګه ساتلې ده،چې په پايله کې د چين د نړيوالې راډيو د پنځه شپيتمې کليزې د لمانځلو پر مهال د ځانګړې جايزې ګټونکی شو او چين ته د سفر لپاره رابلل شوی وو،چې په ترڅ کې يې له ځينو ښارونو او ښکليو ځايونو څخه ليدنې وکړې، راځی چې پخپله له ښاغلي غښتلي څخه يې واورو چې د ارومچي ښار سربيره نورو کومو ښارونو ته تللی او کوم ځايونه يې ليدلي دي:

غږ

کله چې زه بيجينګ ته راغلم او بيا له هغه ځای څخه شانګهاي ته ولاړم نو دغو دوو ښارونو خپلې ځانګړتياوې درلودې، په سيمه کې د اوسني عصر يا د اوسنۍ دورې د هيوادونو په پرتله چې زه هغو ته تللی يم لکه پاکستان بنګله ديش،هند ايران او داسې نور، چين ډير پرمختللی دی،د چين صنعت خپلې ځانګړتياوې لري،همدا شان د تاريخي آثارو د ساتلو په برخه کې ډير تکړه دي،چينايان ډير زيات کلتورونه لري او هر يو يې پخپل ځای ژوندی ساتلی دی،د خلکو د دودونو او کلتور په ژوندي ساتلو کې زياتې هڅې شويدي،او پدې برخه کې يې د پام وړ کارونه کړي دي،

دا رښتيا خبر ده چې چين په نړۍ کې د تاريخي آثارو دودونو او کلتورنو له مخې يو شتمن او بډای هيواد ګڼل کيږي،چې دا آثار له زرګونو کلنو او له بيلابيلو امپراطورانو او پادشاهانو څخه ورته په ميراث پاتې شويدي،که څه د تاريخ په اوږدو کې د ځينو جنګ جګړو او يا هم پر دې خاوره د ځينو يرغلګرو له خوا د بريدونو پر مهال يې يو څه زيانونه ليدلي، ولې تر ډيره هڅه شوې چې وران شوي آثار بيرته په خپله اصلي بڼه ورغول شي چې اوس مهال هر کال په ميلونونو چينايان او همدا راز په سلګونو زره بهرنيان ليدنې ورڅخه کوي، ښاغلی حفيظ الله غښتلی وايي ده د خپل سفر پر مهال داسې ځايونه وليدل چې مخکې يې هيڅکله هم نه وو ليدلي:

غږ

ما داسې ځايونه نه وو ليدلي او نه مې هم دومره پرمختللي او تاريخي ځايونه کتلي وو،په شانګهای کې مو ډير پخواني او تاريخي معبدونه وليدل،هغه معبدونه او تاريخي ځايونه چې موږ وليدل داسې ښکاريدل چې ښايي لس کاله مخکې جوړ شوي وي،په داسې حال کې چې هغه څلور ،پنځه سوه او يا هم زر کاله مخکې جوړ شوي وو، موږ په شانګهای کې يو پارک ته ولاړو چې د پخواني امپراطور څخه په ميراث پاتې شوی،او په هماغه پخوانۍ بڼه ساتل کيږي، همدا شان د معاصرو ځايونو په لړ کې مو د بيجينګ لوړ څلی چې په آسيا کې لمړی ځای او په نړۍ کې دريم مقام لري وليد،زه ددې څلي دوه سوه درې شپيتم متر ته وختم چې له هغه ځای څخه د بيجينګ ښار زياتره برخې ښکاريدې،

ښاغلی حفيظ الله غښتلی د بيجينګ له موزيم څخه هم ليدنه کړې وه،دا چې هلته يې څه ليدلي پخپله له ده څخه به يې واوروو:

غږ

موږ د بيجينګ موزيم وليد، هلته انسان داسې احساس کوي چې زه همدا اوس په ژوندۍ توګه په همدې کلتور کې ورګډ يم،يعنی په هماغه عصر کې اوسيږم،دا پدې معنې چې خپل تاريخي آثار يې ډير ښه ساتلي دي،

درنو اوريدونکيو هر څوک چې يو بل ځای ته ولاړ شي نو د هغه ځای د خلکو د عکس العمل، کړنو او چال چلند څخه ځينې انګيرنې لري،دا چې ښاغلي حفيظ الله غښتلي د خپل دغه سفر څخه څه ډول احساس درلود او د چين د نړيوالې راډيو په تيره بيا د پښتو څانګې د کارکونکيو ميلمه پالنه دده په وړاندې څه ډول وه پخپله له ده څخه به يې واوروو:

غږ

زه له دې سفر څخه ډير خوښ او خوشحاله يم،د پښتو څانګې له ټولو کارکوونکيو څخه او د چين د نړيوالې راډيو د ټولو کارکوونکيو څخه چې په بيجينګ او شانګهای کې زموږ سره ملګري وو،ډيره مننه کوم ، د ددوی له تاوده هرکلي او چلند څخه ډير خوښ يم.

محترمو اوريدونکو دا وه د چين د نړيوالې راډيو د ځانګړې جايزې د ګټونکي سره د مرکې وروستۍ او پاتې برخه چې تاسو واوريده،هيله ده چې د پام وړ مو ګرځيدلي وي،چې پدې سره د بهرنيان په چين کې د نننۍ برخې وخت هم پاي ته رسيږي،نو ما خوشحال تايب ته اجازه راکړی تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.