د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان يو چارواکی د جنوری په دوولسمه نېټه وويل په دغه هېواد کی د ناتو ځواکونو د جنوری په يوولسمه نېټه د هلمند په ولايت کی هوايی بمباری وکړه چی په ترڅ کی يې د شپاړسو عامو وګړيو او ديارلس طالبانو په شمول نهه ويشت تنه ووژل شول.
د ٢٠٠٧ کال په پيل سره په افغانستان کی شخړې لا هم د سختېدو په حال کی دي. په دغه هېواد کی د ناتو ځواکونو او د افغانستان حکومتی ځواکونو وويل چې د جنوری په لسمه نېټه يی د يوې هوايی بمبارۍ په ترڅ کی يو سل او پنځوس تنه طالبان ووژل . طالبانو د روان کال په سر کی اعلان وکړ چی پر بهرنيو ځواکونو باندی به نور سخت بريدونه وکړي.