<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-13 18:31:38    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! اوس د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام وخت بيا رارسيدلی دی. زه احمد زلمی يو ځل بيا د دغه پروګرام د اورېدلو هرکلی کوم. هيله ده چې تاسی د دغه پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی وي. د پروګرام په دغه کړۍ کې به لومړی د يوراج کلب غړي ښاغلي امين الرخمن عرفان يو ليک تاسو ته وړاندی کړم او بيا به د خراسان کلب مشر ښاغلي نثار احمد احمدی يو لړ پوښتنې ته ځوابونه ورکړم.

ښاغلی امين الرخمن عرفان د افغانستان د د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالی د جونو غونډۍ کلي د يوراج کلب غړی دی. هغه په خپل ليک کې ليکلي چې سی ار ای راډيو د پښتو څانګې همکارانو ته دومره زيات سلامونه او نيکې هيلې وړاندی کوم، لکه د افغانستان ښکلی ښکلی غرونه ، خو په تېره بيا د پښتو زده کوونکو ته دومره زيات سلامونه وړاندی کوم. ګرانو زده کوونکو ما ستاسی لپاره د پښتو يو ډېر ښکلی کتاب پيدا کړ او غواړم چې تاسو ته يی دروليږم او هيله لرم چې تاسی به خوښ شی. زه ستاسی په اړه معلومات غواړم.

بايد د ټولو زده کوونکو په استازيتوب له محترم ښاغلي امين الرخمن عرفان څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. اوس د چين د ډله ايزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو ټولګي کې ټول نولس زده کوونکي شته چې په دغه جمله کې پنځه هلکان او څوارلس نجونۍ دي. دوی د چين له بېلا بېلو ولايتونو څخه راغلي دي او تر اوسه پوری په پوهنتون کې دوه نيم کلونه تېرېدلي او يو نيم کلونه به دوام ورکړی. دوی هره ورځ د پښتو درسونه لري او د پښتو ژبې ډېرې خويښيږی.

د پاکستان د خراسان کلب مشر نثار احمد احمدی د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو د پنځه شپېتمې کاليزې د خوشحالۍ په مناسبت په جلا جلا توګه زمونږ همکارانو مېرمن وانګ لی، امان الله عمران، خوشحال تايب، سپوږمۍ، احمد زلمي، ډيوې، ليلې او غاټول ته ليکونه راليږلي دي. هغه په خپلو ليکونو کې ليکلي چې زه تاسو ته د سی ار ای راډيو د جوړېدو د پنځه شپېتمې کاليزې خوشحالی د زړه له کومې مبارکی وايم. په رښتيا سره چې هم چينايان ميلمه پالونکي خلک دي، تاسی له دومره ښو ښو احساساتو څخه ډېره زياته مننه کوم او پښتو ژبې ته دومره خدمتونه منندوی يم. زه به ستاسی دغه خدمتوونه هېڅ کله هير نه کړم. ښاغلي نثار احمد احمدی له ګرانې ډيوې جانې څخه يوه پوښتنه کړې چې تاسی پښتو ژبه په کوم ځای کې زده کړې.

ښاغلی نثار احمد احمدی، زه احمد زلمی به د ګرانې ډيوې جانې پر ځای تاسو ته ځوابونه ورکړم. اوس د سی ار ای په پښتو څانګه کې نهه تنه رسمی کارکوونکي شته چې مديره وانګ لی او نور اته تنه کارکوونکي دي. يوازی مديره وانګ لی په پښتو ژبې نه پوهيږی. مونږ نور اته تنه کارکوونکي ټول دوه نيم کلونه دمخه د چين د ډله ايزو مطبوعاتو له پوهنتون څخه فارع شوي يو او په دغه پوهنتون کې مو څلور کلونه تېرېدلي يو. مونږ د پښتو ژبې ډېرې ډېرې خوښيږی او له دغې ژبې سره زياته علاقه لرو. په دغه څلور کلنی موده کې مونږ هره ورځ د پښتو ژبې درسونه درلودل. په پيل کې مو احساس وکړ چې دغه ډول ژبه ډېره ګرانه ده، خو په زياتو کوښښونو سره زمونږ د پښتو سويه ورځ په ورځ لوړه شوې او له فارع وروسته مو په روانه توګه د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې شامل شوي يو. له تېرو دوه نيم کلونو راهيسی مونږ هره ورځ خبرونه او مضمونونه له چينايی متن څخه پښتو ته ژباړو، نو په داسی حال کې زمونږ

سويه لا هم لوړيږی.

ګرانو اورېدونکو، همدا اوس د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو نننی پروګرام واوريد. لوی څښتن سپارو، هر چيری چې وی روغ او خوشحاله اوسئ!