<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-13 18:50:08    
د چين د بانکونو چارې به د چين د کليوالو سيمو لازيات ملاتړ وکړي

cri

په ٢٠٠٦ کال کې د چين د پولی فورم په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې تر سره شو . د چين د پولی چارو لوړو پوړو چارواکيو ،د چين د عمده پولی موسسو مسئولينو او کورنيو او بهرنيو شخصيتونو په دغه فورم کې ګډون وکړ او په پولی ساحه کې يی د مهمو مسئلو په باب بحث وکړ چې په دی ترڅ کې په کليوالو سيمو کې د پولی چارو د پرمختګ په اړه د چين د بانکونو چارو د څارنې او ادارې کميټې له خوا خپره شوې نوی تګلاره د پاملرنې وړ ده .

په چين کې ٧٥٠ مليونه کسان په کليوالو سيمو کې ژوند کوي چې د چين عمومی نفوس په سلو کې ٥٧ برخه نيولی ده .خو په کليوالو سيمو کې د پولی چارو خدمتی سويه له ښارونو سره زيات واټن لري .

د دغې مسئلې د حل ،په کليوالو سيمو کې د پولی چارو د خدمتی سويې د لوړوالی او د اقتصادی پرمختګ لپاره د چين د بانکونو چارو د څارنې او ادارې کميټې په يو قانون کې وړانديز وکړ چې چين به له بازاری اصولو سره سم کليوالو سيمو ته د پولی موسسو د ننوتلو اړونده تګلاره تنظيم کړي چې په دغو سيمو کې د بانکونو لګښتونه کم شی .

د چين د بانکونو څارنې د کميټې مشر ليو مينګ کانګ وويل چې له دغې نوي تګلارې سره سم به د دغو سيمو پولی بازار ته د ټولو بانکونو د ننوتلو او پانګوونې هڅونه وشی .سربيره پردی چين به په کليوالو سيمو کې د څلور لويو دولتی سوداګريزو بانکونو په شمول د لويو بانکونو د فرعی څانګو د جوړولو لپاره

کوشش وکړي چې له بيلا بيلو لارو چارو دغو سيمو ته پولی خدمتونه وکړي .

د نوموړی فورم ګډون کوونکيو د دغې تګلارې هر کلی کړی دی .د چين د ټولنيز اکادمی د کليوالو سيمو د پرمختګ څانګې مرستيال دو شيو شان وويل نوی تګلاره دچين د لويديځ په وروستی پاتی کليوالو سيمو کې د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي .په چين کې د اسيا د پرمختګ بانک لوړ پوړې اقتصادپوه تانګ مين وويل دغه تګلاره به د چين په علاقه داريو کې پر راتلونکی پولی چارو اغيزه وکړي .

خو د دغه فورم ګډون کوونکيو دی ته اشاره وکړه چې نوی تګلاره لاهم تفصيل تدبيرونو ته اړتيا ولري .په نوموړو سيمو کې د لازياتو بانکونو پر جوړولو سره بيره چين بايد د کليوالو سيمو په بی وزليو سيمو کې د کوچنۍ اندازې پورونو د ورکولو لپاره کوشش وکړي چې له بزګرانو او کليوالو تصديو سره يی لازياتې مرستې برابرې کړي .

په دغه فورم کې ګډون کوونکيو د چين له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د قوانينو د بشپړولو او د اړوندو تګلارو د تنظيمولو له لاری په کليوالو سيمو کې د پولی چارو د پرمختګ چاپيريال بشپړ کړي چې په دی ترڅ کې د دغو سيمو پولی موسسو ته امتيازی ماليات ور کړي او په دغو سميو کې د پورونو ګټه حلاصه کړي چې په نوموړو سيمو کې د پورونو د کمښټ حالت بدل شی .