
دا د چين نړيواله راډيو ده ، درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ملی لږکيو ولسی سندری وړاندی کړو٠
تو قوم د چين په لويدځ د چينګ های په ولايت کی ژوند کوی، د تو قوم خلک زيارکښ ، سپين زړی او د سندرو په ويلو او نڅا کولو کی ډېر تکړه دی٠ د اوږدی مودی راهيسی د تو قوم خلک دخپل ځانګړی ژوند دود ساتلی دی ٠ لومړی به مونږ په ګډه د لوړ أسمان په نامه د تو قوم يوه ولسی سندره واورو٠ دغه سندره د تشبيې له لاری د ښکلی نجلۍ ستاينه کوی٠
( سندره ١ )
مياو قوم د چين په جنوب لويديځی سيمی کی ژوند کوی، کله چی اخترونه رارسيږی، د مياو قوم خلک د ښکليو جامو په اغوستنی سره په ټاکلی ډګر کی نڅا کوی چی په خپلو پښو سره ډول وهی٠ اوس به مونږ په ګډه د مياو قوم دغه ډو
ل يوه سندره واورو٠
( سندره ٢ )
د شوی قوم هم د چين په جنوب لويديځی سيمی کی ژوند کوی ، د سندرو ويل او نڅا کول د دوی د ژوند يوه مهمه برخه ده٠ ځوانان د سندرو ويلو او نڅا کولو له لاری خپله مينه لټوی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د شوی قوم يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی کږد سپوږمۍ٠
(سندره ٣ )
درنو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!