<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-14 19:48:11    
د کولرادو دری او د يالوجانبو لويی دری په اړه معلومات

cri

په نړۍ کی ډېر زيات طبيعی عجايب ليدل کيږی، مثﻵ د امريکا د کولرادو لويه دره له دغو عجايبو څخه يوه ده چی په زياتو کتابونو کی د نړۍ د لومړنی لويی دری په نامه ياديده، خو د چين عالمانو ، کشافانو او ژورناليستانو د چين د تبت د يالوجانبو د لويی دری په هکله تحقيقات تر سره کړل او ثابته يی کړه چی دغه دره د نړۍ لومړنی لويه دره ده ځکه چی دغه دره د امريکا د کولرادو دری څخه اوږده، پلنه او ژوره ده ٠

دره د سيند د اوبو د مليونونو کلونو د روانيدو په اثر رامنځته کيږی، د کولرادو سيند د دوو زرو يو سلو نوی کيلومترو په اوږدوالی حوزه کی نولس لويی يا کوچنی دری جوړی کړی او د کولرادو دره له نورو څخه ډېره اوږده ، پلنه او ژوره ده او په نړۍ کی د لومړنی لويی دری په نامه ياديده٠ د کولرادو دره دری سوه پنځوس کيلو متره اوږدوالی ، له شپږ نيم څخه تر نهه ويشتو کيلو مترو پوری پلنوالی لری او تر ټولو ډېر ژوروالی يی يو زرو اوو سوو څلويښتو مترو ته رسيږی٠ د دری په جنوب کی د دوو زرو يو سلو مترو په جګو ځايونو کی دښتی دی ،خو په شمال کی يی د دوو زرو څلورو سوو اوياوو مترو په جګو ځايونو کی ګڼی ونی او وحشی حيوانات تر سترګو کيږی او د ژمی په فصل کی په کنګلونو او واورو پټه وی٠ لنډه دا چی سياحان د درو په تل يا په دواړو خواوو جګو ځايونو کی عجيبی منظری ليدلی شی٠

د کولرادو دره لس ميليونه کاله وړاندی جوړه شوه٠ د دری د ښکلو طبيعی منظرو د ساتلو لپاره امريکا په ١٩٠٨ کال کی له دغی دری څخه يو دولتی باغ جوړ کړ او شل

کاله دمخه نوموړی دره د م م د يونيسکو له خوا د نړی د اوږدی دری په نوم وپيژندل شوه ، د يالوجانبو دری اوږدوالی پنځه سوه څلور عشاريه شپږ کيلو متره دی چی د کولرادو دری نه يو سلو پنځوس کيلو متره اوږده ده٠ ډېر ژوروالی يی شپږو زرو نهو مترو ته او منځنی ژورتيا يی دوو زرو دوو سوو اته شپيتو مترو ته رسيږی، خو د کولرادو دری ډېر ژوروالی يوازی يو زرو اوو سوو څلويښتو مترو ته رسيږی٠ نو ويل کيږی چی د يالوجانبو دره له کولورادو دری څخه لا لويه او ژوره ده٠