د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جنوری په څوارلسمه نېټه د دغه هېواد په جنوبی ښار لاهور کی د امريکا د مشرانو د جرګې له غړې هيلاری کلينټن سره د سيمه ايزې وضعې او دوه اړخيزو چارو په اړه خبرې اترې وکړې.
ولسمشر مشرف وويل يو سوله ايز، ثابت او پياوړی افغانستان د دغې سيمې له ګټو سره سمون خوری. ده زياته کړه پاکستان به په پر له پسی توګه له نړيوالی ټولنی سره په ګډه د ترهګرۍ ځپلو ته دوام ورکړي او د افغانستان په سوله او ثبات ساتلو کی به مرسته وکړی. د پاکستان او هند تر منځ د سوله ايزو خبرو اترو د بهير په اړه نوموړی وويل د کشمير مسئلې حل و فصل به په جنوبی اسيا کې دايمی سوله رامنځته کړی.
ميرمن کلينټن د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کی د پاکستان د رول ستاينه وکړه.