کاشغر ښار د تاجکستان، پاکستان او هند په شمول له پنځو هېوادونو سره په يو ګډ اقتصادی چوکاټ کی شامليږی. دا يو ډېر لوی بازار دی چی د مصرف کوونکيو شمېر يی څه نا څه يو مليارد ته رسيږی. دغه اقتصادی چوکاټ شپږ پرانيستي بندرونه لری، نو دلته منځنی، جنوبی او شمالی اسيا او حتی اروپا ته د چين د ننوتلو يوه نړيواله لاره ده . دغه ځای د اقتصاد په ساحه کی ستر تفوق لری.
د کاشغر ښار په ختيځ کی يو لوی بازار د دغه تفوق څرګندونه کوی چی پکی د شينجيانګ پر ځانګړيو توليداتو سربيره، د پاکستان، هند، ايران او روسيی بهرنی توليدات هم ډېر سيلانيان راجلبوی.
له دې امله زيات کورنی او بهرنی سوداګران په جلا جلا توګه دلته پانګونه کوی او تر اوسه يی ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دی.
د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کی د چين او جنوبی اسيا او بيا منځنی اسيا تر منځ همکاری د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړ ده. چين د جنوبی او منځنی اسيا هېوادونو چين يو ډېر ښه همکار دی او د کاشغر تفوق له ګاونډيو هېوادونو سره د چين د سيمه ايزی همکاری لپاره زمينه برابروی.
د پاکستان يو سوداګر سيفرا بيګ وويل لس کاله مخکی کله چی هغه کاشغر ته ورسيد، هلته هېڅ لوړې ودانی نه وې او يوازی خاورين کورونه او خره ليدل کېدل.
د کاشغر چټک پرمختګ د منځنی او جنوبی اسيا د بيلا بيلو هېوادونو او دغه راز د چين د ډېرو ولايتونو سوداګران راجلب کړي دي. ډېر بهرني سوداګران له پاکستان څخه راغلی او د پاکستان دننه د بنسټيزو تجهيزاتو په بشپړولو سره دغو سوداګرانو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
پاکستانی سوداګر سجاد علی وويل د کاشغر ښار د چټک پرمختګ په حال کی دی او ډېر ښه راتلونکی لری او دی غواړی چی نور زيات پاکستانيان دلته له سوداګريز فرصت څخه ګټه واخلی. پخوا پاکستانيانو په شينجيانک کی چينی توليدات اخيستل او خپل وطن ته يی له استولو وروسته په دوه برابره بيه پلورل. اوس د چين او پاکستان تر منځ د سوداګريز تګ راتګ په زياتوالی سره دوی چينی توليدات منځني ختيځ او اروپا ته هم ليږلی شي.
د معلوماتو له مخی، د چين او جنوبی اسيا هېوادونو سرچينی ډېرې زياتې دي، خو د زېرمو په برخه کی بيلې ځانګړتياوې لری او اقتصاد يی سمسور نه دی. نو همکاری يی د متقابلو ګټو پر بنسټ ده او ستر اهميت هم لری. له دې امله له دغو هېوادونو سره د چين اقتصادی همکاری کال په کال زياتيږی او دغه تمايل به د راتلونکو څو کلونو لپاره هم وساتل شي. د اسيا او اورپا تر منځ د اړيکو د ټينګېدو په ترڅ کی د منځنی اسيا د مهم رول په زياتوالی سره د کاشغر مهم خدمتونه هم څرګنديږی.