<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-15 17:42:27    
هند او پاکستان به د نوی دوری سوله ايزې خبرې اترې پيل کړي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان د خبری رسنيو د خبر له مخی، پاکستان او هند به د راتلونکی مارچ په ديارلسمه او څوارلسمه نېټه په اسلام اباد کی د نوی دوری په سوله ايزو خبرو اترو پيل وکړي.

د جنوری په څوارلسمه نېټه له پاکستان څخه د هند د بهرنيو چارو وزير پراناب موکرجی دوه ورځنی ليدنه پای ته ورسيده. د ليدنې په ترڅ کی مکرجی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمود قصوري خبريالانو ته دغه پرېکړه اعلان کړه.

مکرجی وويل دی د کشمير مسئلې د حل و فصل لپاره مهالوېش نه شی ټاکلی. خو هند به پر هر وړانديز غور وکړي. د دغې ليدنې په ترڅ کی مکرجی څو څو ځله هيله څرګنده کړه چی په سوله ايزه توګه له پاکستان سره خپلې ستونزې ليری کړي او ښه ګاونډيتوب ټينګ کړي.

د يو بل خبر له مخی،د مکرجی د دغې ليدنې يوه مهمه موخه دا وه چی د پاکستان ولسمشر ته بلنه يی ورکړه چی د راتلونکی اپريل په دريمه او څلورمه نېټه په نوی ډيلی کی د جنوبی اسيا د سيمه ايزی همکارۍ د ټولنې په سرمشريزه غونډه کی ګډون وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير به د مکرجی د بلنې په منلو سره په راتلونکی فبروری کی په نوی ډيلی کی د ګډې کميټې په غونډه کی ګډون وکړي. پر دې سربيره دواړو خواوو پرېکړه وکړه چی د راتلونکی مارچ تر پايه پوری د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان او هند د ګډې کړنلارې لومړی غونډه جوړه کړي.