<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-15 19:14:53    
د وروموچی د واورو او کنګلونو جذابيت

cri

په ژمی کښی د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې مرکز وروموچی يو داسی ساحرانه ښار وی چې په په هر ځای کښی يې واوره او کنګل ليدل کيږی٠ په تيره بيا د دغه ښار په جنوب د نان شان په منظره داره سيمه کښی ډول ډول کنګلونه چې ځينی يې د ابشار او ديوالونو په شان دی او ځينی نور يې لکه لرګی، زيات سيلانيان راجلبوی ٠

( غږ ) ٌ اوس زه دا اعلام کوم : له ٢٠٠٦ کال نه تر ٢٠٠٧ کاله پوری د وريښمو لارې د کنګلونو او واورو د منظرو او قومی دودونو فيستوال پرانيستل کيږی ! ٌ د تير دسمبر په شلمه نېټه ٌ د وريښمو لارې د کنګلونو او واورو د منظرو او قومی دودونو د څلورمې دورې فيستوال ٌ په وروموچی کښی د سکی وهلو په نړيوال سپورتی ميدان کښی په درنو مراسمو سره پرانيستل شو ٠ په مراسمو کښی ډنګ ډونګ پورته کيده، رنګين بيرعونه رپيدل او زياتو لوبغاړو د سکی په لارو کښی د سکی وهلو ډول ډول نندارې کولې چې ټول ميدان له خوشحالۍ او خوښۍ څخه يو ډک سمندر ګرځيدلی وو، او چينی او بهرنيو ميلمنو د شينجيانګ د واورو او کنګلونو جذابيت او د ځايی خلکو تاوده احساسات احساسول ٠

( موزيک ) شينجيانګ د واورو او کنګلونو ځانګړی غنی زيرمې لری چې له څو کلونو راهيسی د لا زياتو چينی او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو لپاره وروموچی د وريښمو لارې د سيل ، د واورو او کنګلونو له منظرو څخه د ليدنې او د قومی دودونو د نندارې په ګډون د سيلانی عمومی پروګرام وړاندی کوی او د شينجيانګ

د سيلانۍ چارو د پرمخبيولو لپاره د واورو او کنګلونو ښکلی منظرې او ځانګړی قومی دودونه سره يو ځای سيلانيانو ته ښئی٠ د وروموچۍ ښاروال نعيم ياسين وويل : ( غږ ) ٌ وروموچی د شينجيانګ سياسی، اقتصادی او کلتوری مرکز دی او د جغرافيايی ځای له پلوه ځانګړی ښيګڼې ، د واورو او کنګلونو غنی زيرمې ، لرغونی تاريخ او ساحرانه ولسی دودونه لری چې د چينائيانو او بهرنيانو لپاره د سيلانۍ يو ښه ځای دی٠ٌ

د وروموچی په جنوب د نان شان په منظره داره سيمه کښی په واورو پټ پراخ غرونه او د لخچک غرنی ميدانونه شته ٠ د وريښمو لارې په نامه د سکی وهلو نړيوال سپورتی ميدان او د تيان شان په نامه د سکی وهلو يو بل ميدان په همدغه سيمه کښی پراته دي ٠ د سکی وهلو له سپورت سره مينه وال په دغه سيمه کښی په خوښۍ سره لوبه کولای شی٠

د وريښمو لارې په نامه د سکی وهلو نړيوال ميدان چې د هغه په جوړونه کښی د سل مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه پانګې لګول شوي، د چين په شمال لويديځه سيمه کښی د سکی وهلو تر ټولو لوی ميدان دی چې د سکی وهلو شپږ لارې پکښی شته او څه نا څه لس زره سکی وهوونکی ځايدای شی ٠ د سکی وهلو سپورت مينه وال ښاغلی سين جان جونګ د تيرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه په دغه لوبه پيل کړی ، د ده په أند ده ته په دغه ځای کښی د سکی وهل ډير د خوښۍ وړ کار دی ٠ هغه وويل : ( غږ ) ٌ د هرې اونې په پای کښی زه او زما زيات ملګری دلته راځو او د سکی وهلو په سپورتی فعاليتونو کښی برخه اخلو٠ اوس په دغه ځای کښی د سکی وهلو ډيرې ښې زمينې برابرې دی٠ مونږ د روخصتۍ په ورځو کښی د کارونو د فشار په ليری کولو سره په خوشحاله او أزاده توګه لوبه کوو او د سکی له وهلو څخه ډير ښه خوند او ګټې اخلو٠ ٌ

د کنګلونو او واورو اوسنی فيستوال به تر راتلونکی مياشتې پوری دوام ولری٠ د دی فيستوال په موده کښی د وروموچی په ځينو پارکونو کښی له کنګلونو او واورو څخه جوړې شوې زياتې مجسمې ښودل کيږی او د سکی وهلو په بېلا بېلو لويو ميدانونو کښی د لخچک او سکی وهلو په هکله زياتې نندارې ترسره کيږی٠ دغه راز د وروموچی ښار اړوندې څانګې د کنګلونو او واورو په ميدان کښی د ځوانانو او نجونو د واده مراسم هم ترسره کوی او د کنګلونو او واورو د منظرو د عکسونو اخيستلو فعاليتونه پرانيزی٠

د وروموچۍ يو بل مشر لی جی د چين او نړۍ هغو دوستانو ته چې د لخچک او سکی وهلو له سپورت سره مينه لری ، بلنه ورکړه چې له وروموچی څخه ليدنې کتنې وکړی او د کنګلونو او واورو له منظرو څخه خوند واخلی٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ شينجيانګ نه يوازی په دوبی کښی ښکلی منظرې لری، بلکه په ژمۍ کښی هم يو د ليدو وړ ځای دی ، مونږ د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو دوستانو ته هرکلی وايو چې د چين شينجيانګ ته راشی او د کنګلونو او واورو له ښکلی منظرو څخه ليدنی کتنې وکړی٠ ٌ

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې اوس د چين په وروموچی کښی د وريښمو لارې د کنګلونو او واورو د منظرو او قومی دودونو څوومه دوره فيستوال روان دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی ځواب راوليږی! مونږ به هره مياشت څلورو سم ځواب کوونکو ته ښکلی تحفې ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله!