<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-15 19:22:20    
د تايون تنګي دواړه غاړې د کرنې په چارو کې د همکارۍ له نوی فرص څخه برخمنې دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې  په اړه همکاري د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې پيل شوې ده  ،د دغې همکارۍ په پيل کې يوازی د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ تګ راتګ و خو اوس د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ د کرهڼيزو محصولاتو کلنی سوداګريز ارزښت له ٩ سوو مليونو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی .څه موده دمخه د چين د های نان ولايت په بو او کې د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې په اړه  د همکارۍ فورم جوړ شوچې  تر اوسه پوری په دغه برخه کې تر ټولو لوی فعاليت و .د دغه فورم په موده کې د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې په چارو کې د همکارۍ د پياوړيتا لپاره تګلارې او تدبيرونه ټاکل شوي چې  د دغې همکارۍ د نژديوالی لپاره يې نوي فرصتونه  برابر کړی دی .

په  وروستيو کلونو کې د چين سترې برخې د کرنې په چارو کې د دغې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د تايوان د کرهڼيزو تصديو ته د اسانتياوو برابرولو په اړه  زياتې امتيازی تګلارې غوره کړي دي .نو د خپلو چارو د پرمختګ لپاره د هېواد په ستره برخه کې د تايوانی تصديو شمير  زيات شوي دي .

د چين د ملی ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دايمی کميټې مشر جيا چين لين د دغې همکارۍ د راتلونکې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز..........)

د کرنې ،ځنګلونو ،مالدارۍ او د کبانو نيولو په ساحو کې بايد هر اړخيزه همکاری  پياوړی او په دغه برخه کې د لازياتو بزګرانو د ګډون لپاره کوشش وشی چې لازيات بزګران له دغه بهير څخه ګټې واخلي .

د تايوان تنګی د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې همکارۍ په فورم کې د هېواد سترې برخې د دغې همکارۍ د نژديوالی لپاره زيات نوی تدبيرونه غوره کړي دي .د دغو نويو تدبيرونو په هکله د تايوان کارپوه چن وو شيونګ وويل دغه تدبيرونه به د دواړو غاړو ترمنځ د کرنې په چارو کې د همکارۍ لپاره ښه چاپيريال برابر کړي .(اواز..........)دغه تدبيرونه د تايوانی دوستانو له خوا د هېواد په ستره برخه کې د پانګې اچولو لپاره لا زياتې اسانتياوې او ضمانت برابر کړي ،پر دغو استانتياوو سربيره دواړه غاړې يو د بل  اړتياوې هم  پوره کوي .نو زما په أند به  د دغې همکارۍ په اړه  د نويو پروژو پيل دوام وکړي .

د معلوماتو له مخې د کرنې په چارو کې د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ د ازمويښتی سيمو او د تايوانې بزګرانو لپاره  د کرنې سيمو جوړول د دغې همکارۍ دايمی او اغيزمنه لارې چارې دې .له ١٩٩٧ کال راهيسی د چين سترې برخې په وار سره په  فوجيان ،هان نان او شان دونګ  ولايتونو کې دغه شان ازمويښتی سيمې جوړې کړي دي .د تير کال تر پايه پوری په دغو سيمو کې د تايواني تصديو شمير ١٨ سوو ته رسيدلی او د تړونونو له مخې پکی  څه د پاسه دوه مليارډ امريکايی ډالره پانګه اچول شوې ده .په همدی وخت کې تايوانی تصديو د پانګوونې له بهير څخه زياتې ګټې تر لاسه کړي دي .د روان کال په اپريل مياشت کې د چين د سترې برخې اړوندو څانګو د فوجيان ولايت په جانګ پو او د شان دونګ ولايت په سی شا کې د تايوانی بزګرانولپاره  د کرنې سيمې جوړي کړي او د تايوانې سوداګرانو د پانګونې د هڅونې لپاره يی زياتې امتيازی تګلارې  وټاکلې .

د چين د کمونيست ګوند د مرکزی کميټې د تايوانی چارو د ادارې مشر چن اين لين په دغه فورم کې وويل د دغو سيمو پر جوړولو سربيره به د چين ستره برخه  د نوموړو سيمو په اړه د اړوندو سيمو أبادي پياوړی کړي .

د زياتو تايواني سوداګرانو او کرنيزو تصديو لپاره به لازيات فرصتونه برابر کړي . ښاغلی چين فو سی د تايوان د دا چنګ ډلې د شمال خيتځې اسيا عمومی مدير دی .هغه خبريال ته وويل (اواز........)تايوان په مالدارۍ کې بډايې تجربې تر لاسه کړي دي .د کورنيو مرغانو د روزلو ،ادارې او د ناروغيو د مخنيوی په برخه کې د تر لاسه شويو تجربو په کارولو سره به  نه يوازی کورنی مرغان  په ښه توګه وروزل شی بلکې د بزګرانو د روزلو لګښتونه به هم کم شی .

د دغه فورم  له  پای ته رسيدو وروسته د هېواد سترې برخې د فورم د پايلو د پلی کولو لپاره اغيزمن تدبيرونه نيولي دی  په تيره بيا د تايوان د کرهڼيزو محصولاتو د پوهنی د ملکيت حق ساتلو لپاره يی کوشش کړی دی .