د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جنورۍ په پنځلسمه نېټه د خپل حکومت له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د ګډو پولو اداره پياوړی کړی او د پولو په اوږدو کې د ناقانونه تګ راتګ مخنيوی وکړی.
ښاغلي مشرف په همدې ورځ په شمالی ښار راولپنډۍ کې په يوه لوړ پوړی غونډه کې وويل چې د فدرالی حکومت تر مستقيم کنترول لاندی د قبايلی سيمو او د بلوچستان ولايت چارواکي بايد د اغېزمنو تدبيرونو په نيولو سره د پولو په اوږدو کې د ناقانونه تګ راتګ مخنيوی وکړي، د قبايلی سيمو اداره پياوړی کړي چې په غېزمنه توګه او د تندلارانو او بهرنيو وسله والو کسانو پر ضد مبارزه وکړی.