<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-16 18:53:33    
د روغتيا نړيوال سازمان نوې عموی مديره چن مارګريت

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ .

د ٢٠٠٧ کال د جنوري په څلورمه نېټه مېرمن چن مارګريت د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومی مديرې په توګه په کال پيل وکړ . له دې ورځې څخه به نړيوال دې ته پاملرنه وکړي چې مېرمن چن به د دغه سازمان د مشرې په توګه په خپل کار کې څرنګه رول ولوبوی ؟ نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن چن مارګريت په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

چن مارګريت چې عمر يی نهه پنځوس کاله دی په ١٩٤٧ کال کې په هانګ کانګ کې زېږېدلې ، هغه په نړۍ کې د يوې مشهورې او درنې روغتيايی چارواکې په توګه په عامو روغتيايی چارو کې ښه تجربه لری . په تېره بيا د ساری ناروغيو د وقايی ، د روغتيايی تګلارې او د چاپيريال د ساتنې په ګډون ډېرو ساحو کې ښه معلومات لری . په ١٩٩٤ کال کې مېرمن چن مارګريت د هانګ کانګ د خاصې ادارې د ناحيې د روغتيايی ادارې د لومړنی ښځينه مشرې په توګه وټاکل شوه .

د ٢٠٠٦ کال د نوامبر په نهمه نېټه مېرمن چن مارګريت د روغتيا د نړيوال سازمان په يوه پټه غونده کې د دغه سازمان د عمومی مديرې په توګه وټاکل شوه . په دغه ټولتاکنه کې مېرمن چن مارګريت له ډېرو غوره حريفانو سره مخامخ شوه . خو

هغې د چين د ټولو خلکو په ملاتړ سره دا برياليتوب تر لاسه کړ او د م م په ځانګړو

ادارو کې ډېر لوړ پوړې چينايی ماموره ګڼل کيږی .

د روغتيا د نړيوال سازمان د مقر د لوې وانۍ په وړاندی يوه مسې مجسمه درول شوي چې يوه تور پوستکي هلک د يوه بانسی لرګې په مرسته خپل ړوند پلار د دغه مقر د لويی ودانۍ په لوري ته . له دې مجسمې څخه د روغتيا د نړيوال سازمان اصلي موخه څرګنده شوې چې بايد د نړی د خلکو د روغتيا لپاره ، په تېره بيا د هغو خلکو لپاره خدمت وکړي چې مرستې ته اړتيا لري . مېرمن چن مارګريت وويل : ( اواز١) البتاُ د روغتيا نړيوال سازمان د ټولو سيمو ، ټولو هېوادونو او خلکو د عامه روغتيا مسئلو د حل په هکله مسؤليت لري ، خو مونږ بايد لومړی هغو هېوادونو او خلکو ته چې بيړنې مرستې ته اړتيا لري ، مرستې برابرې کړو .

عمومي مديرې چن مارګريت په خپلو کارونو کې مهمې دندې په شپږو برخو وويشلې او د افريقايانو او د ټولې نړۍ د ښځو روغتيايی مسئلې يی د دوې د مهمې مسئلې په توګه وټاکلې . هغې وويل ( اواز٢)

زه به هرومرو پر دې خبره ټينګار وکړم چې بايد د روغتيا د نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې د ځواکونو له لارې د افريقاييانو او د ټولې نړۍ د ښځو د روغتيا مسئله حل و فصل شی . ځکه د ناروغيو له امله د افريقايانو او د بي وزلو هېوادونو د ښځو په وړاندی پرتې ستونزې د زغملو وړ نه دي او دغه حالت بايد بدل شي .

مېرمن چن مارګريت چې په روغتيايی چارو کې يوه تخصصي کارکوونکې ده ، د عامه روغتيايی چارو په ادارې کې ډيره تکړه ده او تجربه لرونکې کارپوه ده . نو

د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو کارونو او د دغه سازمان د راتلونکي سيستم په هکله خپل بشپړ پلانونه او نظريې لري .

مېرمن چن مارګريت د چين د حکومت له خوا د ټاکل شوي کانديدې په توګه د

ټولتاکنو په بهير کې د چين د مرکزي حکومت او د هانګ کانګ د ځانګړې سيمې د حکومت ټينګ ملاتړ تر لاسه کړي دي . هغې وويل ( اواز٣) دا چې زه په دې ترڅ کې د روغتيا د نړيوال سازمان د عمومي مديرې په توګه ټاکل شوې يمه ، زما لپاره د ډير وياړ کار دي . ځکه دا لومړي ځل دي چې يوه چينی ښځه د م م په يو سازمان کې د مشرۍ دنده په غاړه اخلي . زه به د دغه فرصت څخه په استفادې سره خپل کارونه په ښه توګه تر سره کړم چې دا خپل هېواد ته زما تر ټولو نه ښه خدمت وي .

ګرانو اوريدونکو ، د دې پروګرام په پای کې ستاسو څخه يوه پوښتنه لرم چې مېرمن چن مارګريت د م م د سازمان په کومه اداره کې د مشرې په توګه وټاکل شوه . که تاسی په خپلو ليکونو کې دغې پوښتنې ته سم ځواب راکړئ ، نو د يوې مناسبې جايزې ګټونکي به شئ .