<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-16 18:54:31    
په اتلانتا کې د اولمپيک د شپږ ويشتمې دورې سپورتي لوبې

cri

د اولمپيک د شپږويشتمې دورې سپورتي لوبې د ١٩٩٦ کال د جولای له نولسمې نېټې نه د اګست تر څلورمې نېټې پوری د امريکا د اتلانتا په ښار کې تر سره شوې . د يو سل او اوه نوی هېوادونو او سيمو لس زره دری سوه او اتلس تنو لوبغاړيو د شپږ ويشتو لويو لوبو په دوه سوه او يو اويا کوچنيو سياليو کې ګډون وکړ . د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغې دوری کې د ښځو سفتبال د رسمی سيالي په توګه وټاکل شو ، بر سيره پردی ښځينه فوټبال او په ريګي ډګر کې وايبال هم د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې شامل شول . ټولو ته معلومه ده چې ١٩٩٦ کال د اولمپيک د سپورتي لوبو د رامنځته کيدو سلمه کاليزه وه او له دې امله د دغې دوری په سپورتي لوبوکې د لوبغاړيو ، کتونکو او خبريالانو شمير د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې ډېر زيات وو . په دغو سپورتي لوبو کې پنځه ويشت نړيوال ريکارډونه مات شول چې په دې جمله کې څلورو ريکارډونو په چيني لوبغاړيو پورې تړاو درلود.

اتن د دغه دورې سپورتي لوبو د غوښتنې په سيالي کې ماتې وخوړه.

١٩٩٦ کال د عصری اولمپيک د سپورتي لوبو د رامنځته کيدو له سلمې کاليزې سره برابره وه ، نو اتن د دغې دورې سپورتي لوبو د غوښتونکی هېواد په توګه هغه شعار وړاندی کړ چې د اولمپيک سپورتي لوبې دې بيرته کور ته راستنی شی او کلکه هيله يی څرګنده کړه چې د شپږ ويشتمې دورې سپورتي لوبې به په اتن کې تر

سره شی . خو د دې ترڅنګ اتلانتا د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې ته ډېر درناوی ورکړ او هغه شعار يی وړاندی کړ چې د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې د پريکړې احترام وساتی . بر سيره پردی اتلانتا څرګنده کړه چې دوی به د اولمپيک د سپورتي لوبو د عايداتو د ويشلو په بهير کې د دغې کميتې ګټو ته لا زياته پاملرنه وکړي . بالاخره د اولمپيک د شپږ ويشتمې دورې سپورتي لوبې په اتلانتا کې تر سره شوې .

د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ترانسپورتي مسئله موجوده وه

اتلانتا د اولمپيک د دغه دورې سپورتي لوبو د جوړولو حق له تر لاسه کولو وروسته سمدلاسه اعلان وکړ چې دوی به يوه دوره بريالی او بشپړې سپورتي لوبې تر سره کړي . خو په امريکا کې د اولمپيک سپورتي لوبې يوازی د ځانګړيو ادارو او شرکتونو له خوا تر سره کيږی او د حکومت له خوا يی ملاتړ نه کيږی ، نو له دې امله په اتلانتا کې د اولمپيک سپورتي لوبی په بېلا بېلو برخو کې ، په تېره بيا په ترانسپورتي ساحه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې . په اتلانتا کې د اولمپيک د سپورتي لوبو په ترڅ کې خبريالان تل د يو او يا دوو ساعتو په منايع کولو ځانونه د سياليو ستديومونو ته رسول .

د کوکا کولا په نامه د اولمپيک سپورتي لوبې

په اتلانتا کې کوکا کولا تر نورو ډېر مشهور شی ګڼل کيږی چې په ١٨٨٦ کال کې د اتلانتا د درمل جوړونکي جون له خوا رامنځ ته شو . په ١٩٩٦ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره د کوکا کولا شرکت ډېر پانګې

لګولی وی او په هغه وخت کې د کوکا کولا د توليداتو نښه د اتلانتا په ګوټ ګوټ کې ليدل کيده. نو په اتلانتا کې د اولمپيک سپورتي لوبې د خلکو له خوا د کوکا کولا سپورتي لوبو په امه هم وګڼل شوې .