<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-17 16:43:30    
په افغانستان کې د امريکايی پوځ ستر قوماندان وړانديز وکړ چې په دغه هېواد کې يی د ماموريت موده اوږده شي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ائتلافی پوځ او په دغه هېواد کې د امريکايی پوځ ستر قوماندان کارل اېکنبری د جنورۍ په شپاړسمه نېټه وويل ده د امريکا دفاع وزير ته وړانديز وکړ چې په افغانستان کې د امريکايی پوځ د ماموريت موده اوږده کړي چې د زياتو وسله والو شخړو له امله په دغه هېواد کې د حالاتو د ترينګلتيا مخنيوی وکړي.

ښاغلي اېکنبری دغه څرګندونې د امريکا د دفاع له وزير روبرټ لګټس سره له کتنې وروسته وکړې. هغه خبريالانو ته وويل ښايی چې طالبان د روان کال په پسرلی او دوبی کې خپل بريدونه زيات کړي، نو ده وړانديز وکړ چې د افغانستان په ختيځ کې د لسمې صحرايی لوا او نورو يو زر او دوه سوه سرتيريو د ماموريت موده د روان کال تر پايه پوری اوږده کړي.

هغه زياته کړه چې طالبان د کابل د بيا کنترول هڅه کوی او پلان لری چې د ناتو په مشرۍ د امنيت پر مرستندويه نړيوالو ځواکونو او د افغانستان پر حکومتی پوځ بريدوکړي، خو باور يی څرګند کړ چې امريکا کابل کنترولی شی.