<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-17 18:11:29    
د ملی موسيقۍ په اړه ځانګړې ښوونه

cri

په چين کې ښوونځي تل هنری ښوونې ته زياته پاملرنه کوي ، خو د بنسټيزو تاسيساتو د وروسته پاتي والی او د ښوونکيو د کمښت له امله د چين په کليوالو سيمو کې د هنري ښوونې په ترڅ کې يوازې زده کوونکو ته د سندرو ويلو او نقاشۍ په اړه معلومات ورکول کيږي . خو د شمال ختيځ چين د جی لين ولايت د پياو يانګ په تجربوی ښوونځي کې د ملي موسيقۍ الاتو په هکله د ښوونی ستاينه وشوه .

د اسونو سيالۍ په نامه موسيقي چې د دغه ښوونځی د زده کوونکو له خوا غږول شوې ، په کليوالو سيمو او لويو ښارونو کې يې د نندارچيانو له خوا ستاينه وشوه . په وروستيو ورځو کې دغو زده کوونکې د دې موسيقی د غږولو لپاره لويو ښارونو ته ولاړل .

د پياو يانګ د تجربوی ښوونځی مشر دونګ جی هه وويل زموږ ښوونځی په اصل کې يو معمولی کليوال لومړنی ښوونځی و او کليوالو زده کوونکو ته د هنری معلوماتو تر لاسه کولو او د هنری چاپيريال برابرولو لپاره په ١٩٩٣ کال کې د ملی موسيقی الاتو د غږولو وړيا ښوونه پيل شوه . په هغه وخت کې دغه ښوونځی پرېکړه وکړه چې د عادی درسي پروګرامونو د پلی کولو تر څنګ د رخصتۍ په ترڅ کې زده کوونکو ته هنری روزنه کړی شي . زده کوونکو ته د هنري روزنې د ورکولو له لارې نه يوازی د موسيقي الاتو غږولو په هکله د دوی توان او استعداد کارول شوی ، بلکی د ليدو ساحې يې هم پراخې شوي دي .

خو د دې پلان د پلی کولو په وخت کې زياتی ستونزی موجودي وې . ښوونکي يو ون

شون په دې اړه وويل د دوی د ښوونځي شاو خوا کلي شتمن نه دي ، نو د موسيقی

الاتو د اخيستلو لګښت د زده کوونکو لپاره يو دروند بار دی ، ښوونکو د زده کوونکو پلرونه او ميندې په دې قانع کړل چې د موسيقي الاتو غږولو د زده کړی لپاره د خپلو زامنو ملاتړ وکړي . بر سيره پر دې يوه بله ستونزه دا وه چې ښوونځي د موسيقی روزونکو د استخدام لپاره پيسې نه درلودې ، نو ښوونکو د موسيقۍ غږولو کچې د لوړوالي لپاره زياته هڅه وکړه .

پر ملي موسيقی سربېره ځانګړې هنری ښوونې د زده کوونکو علاقه راجلب کړي ده . په ١٩٩٤ کال کې د ګلانو غوټې په نامه هنری ډله جوړه شوه او د خوښۍ وړ خبره دا وه چې د شمکي په نامه حکومتی پلان پلی شو او موخه يې کليوالو زده کوونکو ته د کلتوري او هنری ښوونې ورکول و . د دی پلان په رڼا کې د پياو يانګ ښوونځي ودانۍ ترميم شوه او د تمرين ، نقاشۍ او کمپيوتر درسي کوټې او د نندارې سالون يې هم جوړ شو. له دې وروسته په دغه ښوونځی کې هنری ښوونه د موسيقی الاتو له غږولو څخه تر سندرو ويلو ، نڅا کولو ، نقاشۍ او خطاطۍ پوري هنری زده کړه مروجه شوه او هر زده کوونکی لږ تر لږه ډول هنری روزنه ومنله . د زياتو کلونو په موده کې له دې ښوونځي څخه فارغ شوي زده کوونکي د هيواد د مشهورو هنري ډلو له خوا منل شوی دی .

اوس په دغه ښوونځی کې د زده کوونکو شمير شپږ سوه تنو ته رسيدلی دی . زده کوونکی لي چون يو وويل زما په اند د دو تار غږولو له لارې په فارغ وخت کې زما ژوند بډای شوی او په بيلا بيلو فعاليتونو کې د ګډون له لاری زما پوهه هم زياته شويده . په وروستی موده کې د پياو يانګ تجربوی ښوونځی د م م د يونيسکو له خوا د يو کلب په توګه وپيژندل شو .