<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-17 18:20:10    
د انسان ډير تر ډيره حدونه

cri

د کارپوهانو له يو لړ أزموينو څخه څرګنديږي چه انسان په هغه کوټه کې چه د هوا د تودوخې درجه يي يو اويا وي ، يو ساعت ، د دوه اتيا درجو په تودوخه کې نهه څلويښت دقيقې ، د درې نوي درجو په حال کې درې ديرش دقيقې او د درې نوي درجو په حال کې يوازي شپږ ويشت دقيقې پاتې کيدل زغمولی شی . د امريکي د هوايي روغتيا د کارپوهانو په وينا که د پيلوټ ژمني کالي واغوستل شی ، د دوه سوه اويا درجو تودوخه زغملی شي . که د بدن د تودوخې درجه دوه څلويښتو ته ورسيږي ، په وجود کې به پروتين به منجمد او له امله به يي انسان هم مړ شي ، نو له دې مخې د تودوخې معلومونکي الې ډير تر ډيره درجه دوه څلويښت ده .

تودې سيمې د انسان د ژوند لپاره مساعدې دي او يخنی د انسان لپاره يوه ننګونه ده . د يخنۍ په حال کې د وينې رګونه سمدستی نيول کيږي او د وينې بهيدنه کميږي چه په پايله کې د يخنۍ احساس رامنځته کيږي . خو له چاپيريال سره د سمون او سپورت له لارې د سړو په مقابل کې د انسان زغم پياوړی شويدی . د څيړنو له مخې په هغو سمندري اوبو کې چه د تودوخې درجه يي صفر وي ، انسان پنځلس دقيقې ، د اوبو تودوخې په پنځو درجو کې يو ساعت ، د لسو درجو په اوبو کې درې ساعته او د پنځه ويشت درجو په سمندري اوبو کې يوه ورځ او يوه شپه زغملی شي .

په نولس سوه دوه نويم او درې نويم کال کې په صوماليه کې بی ساری سخته لوږه رامنځته شوه او د روغتيا د نړيوال سازمان ډاکترانو د دغه هيواد د پنځه سوه درې اويا تنو ناروغانو څيړنې وکړې او و يي موندل چه څلور سوه ديارلس تنه جوړ ، يو سل دوه ويشت تنه يي مړه شول او له اته ديرشو تنو سره يي اړيکې پرې کړې . له څيړنې سره

سم د ډنګرو کسانو په پرتله د چاغو کسانو د لوږې زغم کم دی ، دغه راز له لوږۍ سره د هغو کسانو د مقاومت توان پياوړی دی چه په تودو سيمو کې اوسيږي

د انسان هوښ او عقل ډير تر ډيره حد ته رسيدلی دی ؟

د څه دپاسه لسو کلونو راهيسې د علومو او تکنولوژيو د چټک پرمختګ له امله د انسان لخوا جوړې شوي کلني مادي شتمنی د تيرې پيړۍ د لومړي کال د اندازې له نولس ځلو سره برابر وې . پوښتنه دا ده چه انسان به لا نور هم د دغه سرعت سره سم اختراعات ترسره کړي ؟

انسان به نور هم هوښيار شی که نه ؟

د څيړونکو په وينا د انسان د د مغز بشپړتيا او تکامل خپل لوړ حد ته نژدی شوی دی په بله ژبه که له بهرنيو لاملونو نه پرته به د اوسنيو خلکو په پرتله په راتلونکې زمانه کې د انسان هوښ او عقل ډير نه وي . څيړونکو د انسان د مغزي بشپړتيا او تکامل په اړه د رياضي موډل ارزونه کړې او وايي چه د عصبي سلولونو او شبکې اندازه د اطلاعاتو د منلو او کارولو د توان يعني د يو تن د هوښ او عقل حد پريکړه کوي . د نورو اتلو ژويو په پرتله د انسان د مغز اندازه ډيره لويه ده چه د سلګونو عصبي سلولونو ترمنځ د تړاو لارې پکې شاملې دي . څرنګه چه انسان په دريدو قدم وهی او مغز د زړه په لاندني برخه کې دی چه له امله يي د عصبي سلولونو ترمنځ د تړاو لارو د کارولو توان محدود شويدی . نو اوس انسان يوازی د اطلاعاتو د کارولو په سلو کې شل برخه استعمالوي ، که له دغه حد څخه ووځی ، نو په مغز کې به د اړتياوړ وينه پوره نه شي . خو ځيني کارپوهان دغه نظريه نه منی او ددوي په اند د علمې څيړنې له مخې د انسان مغزي زيرمه ډيره لويه ده او زياتره کسان يوازي د مغزي توان د کارولو په سلو کې له لسو نه کمه برخه استمعالوي ځکه چه د

ستر ساينس پوه انشتين هم د خپل مغز يوازي په سلو کې شل برخه استعمال کړی . د امريکې د يوه نامتو کارپوه په وينا د انسان مغز يوازي په سلو کې يو کارول کيږي .

په يو عادي مغز کې د حافظې اندازه د شپږ مليونو کتابونو د زيرمې ځاي لری او د يو لوي کمپيوتر د زيرمو له يو مليون دوو لکو ځلو سره برابر دی . که انسان د خپل مغز نيمه برخه پټ ځواک وکاروي ، په اسانه توګه څلويښت ژبې ويلی شي ، د دائرت المعارف ټول معلومات يادولی او د ډاکترۍ دوولس علمي درجې تر لاسه کولی شي . د نورو ځينو نورو کارپوهانو په نظر اوسني علمي سويه وروستې حد ته نده رسيدلی او يوازي په لومړنی پړاو کې پاتې ده .

أيا د انسان هوښ او عقل خپل لوړ حد ته رسيدلی دی ؟ لکه د سلو مترو په واټن ځغاسته کې د انسان سرعت او د جګ ټوب په لوبه کې د انسان توان د خپل جسمي ځواک خپل لوړ حد ته رسيدلی دی ؟ باور دی چه په روانه پيړۍ کې دغې سختې پوښتنې ته سم ځواب ورکړي شي .