<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-17 18:27:45    
د جيان جيو په ښار کې تايواني سوداګر

cri

د يادونې خبره دا ده چې د تايوان په يو فلم کې چي د کوچني ښار کيسې زياتې دي ، يوه ښکلي سندره هم شته چې په تايوان يا د چين په ستره برخه کې د خلکو په منځ کې ډيره مشهوره ده ٠ په دي سندره کې ويل شوي د کوچنې ښار کيسې زياتې او له خوښيو او خوشحاليو ډکې دي ٠ که تاسې دغه ښار ته راشۍ ، حاصلات يي ډير زيات د ي ٠ خو اوس د دغې سندرې جوړونکي ښاغلي جوانګ نو په دغه سيندره کې د ښار پر ځاي د فون جيان ولايت د جيانګ جيو ښار ته بدل کړي او له دې لارې يي له خپلې ټاټوبي سره ژوره مينه څرګنده کړې ده ٠

جيان جيو ښار د چين د فوجيان ولايت په جنوبي خوا کې پروت دي او له تايوان سره ډير نژدي دي ٠ ويل کيږي چې په تايوانيانو ګې د يو پر دريمه برخه خلکو نيکونو ټاټوبي د جيان جيو سيمه ده ٠ نو ځکه دغه ښار د زياتو تايواني سوداګرو پانګې راجلبې کړي او کوي يي ٠ له ١٩٨٠ کال څخه چه لومړني تايواني سوداګر د پانګې اچولو له پاره جيان جيو ښار ته راغي ، په دي ښار کې يي تر ٢٠٠٥ کاله پوري د هغو تصديو شمير چې پانګې يي د تايواني سوداګرانو له خوا اچول شوي ، دوه زره يو سل شپږ ته رسيدلي دي ٠ د جيان جيو ښار د تايواني چارو د دفتر د مشر ښاغلي جيو ياو هونګ په أند ځکه چې دغه ښار د ډيرو تايوانيانو پام ځان ته ور اړولي دي ، د ټاټوبي سره د ژورو احساساتو نه پرته يو بل لامل په دي ښار کې د پانګونې له پاره ډير ښه چاپيريال دي ٠ هغه وويل چې

په جيان جيو ښار کې د تايواني سوداګرانو د پانګې اچونې نه مخکې عمومأ د دوي د سوداګرۍ له پاره ډير ښه اړوند مقدماتي کارونه تر سره شوي او د پانګې اچونې وروسته به دوي ته يو لړ اړوند خدمتونه برابر شي ٠

په جيان جيو ښار کې تايواني تصدۍ نه يوازي زياتې دي بلکې توليدي ځواکونه يي هم ډير لوي او پياوړي دي ٠ مثلا د تايوان دڅان کون صنعتي ډله چې اوس په ټوله نړۍ کې د کورنيو کوچنيو برقي سامان الاتو د جوړلو په هکله ډير شهرت لري ، پخوا په جيان جيو ښار کې د خپل وطن د سترې برخې د بازار ، تګلارو او توليدي ځواکونو د امتيازاتو په اتکا په تدريجي توګه پراخه او پياوړي شوې ده ٠د دغې ډلې مشر وو څان کون څو څو ځله ويلي دي چې هغه د نړۍ په ډيرو ځايونو کې پانګې اچولي دي ، خو په جيان جيو ښار کې د هيواد د کارکوونکو کارونه ترټولو نه ښه دي ٠ دتايوان د جيا ځونګ د کرنې د تکنولوژۍ د محدوت شرکت مشر ښاعلي وانګ جن لو هم په ستاينې سره وويل چې په دغه ښار کې د نوموړي دفتر کارونه په ريښتيا د ستاينې وړ دي ٠ هره مسئله يا ستونزه د دوي په مرسته ټول په ښه توګه حل وفصل کيږي ٠ ښاغلي جيو وويل چې که څه هم زمونږ په دفتر کې يوازي شپږ ، اوه کارکوونکي شته ، خو که يوازي تايواني وطنوال له مونږ څخه مرستې غواړي ، مونږ به هرومرو تر خپلې وسې پوري ور سره مرسته وکړو ٠ هغه خبريال ته وويل چې څو کلونو مخکې هغه تايواني سوداګران چې د کرنيزو توليداتو د چمتو کولو له پاره جيان جيو ښار ته راغلي ، ډير زيات و٠ خو په هغه وخت کې جاپان له تايوان څخه

د کرنيزو توليداتو دواردات د کمولو له پاره د تخنيکي تکنولوژۍ کچه ډيره لوړه کړې وه ، په داسي حال کې جيان جيو ښار د ځينو کرنيزو خوړو د چمتو کولو په تيره بيا د ميوو او سبزيو د چمتو کولو او د کيمياوي سرو د ضرر د کموالي په هکله تايواني تصديو ته زيات اړوند تخنيکونه برابر کړي دي چې له امله يي د دوي کرنيز توليدي شيان په عادي توګه جاپان ته صادريدل ٠

بر سيره پر دي په جيان جيو ښار کې د تايواني چارو دفتر هم د فو جيان ولايت او د ښار اړوندو څانګو په ګډه سره اته ځله د تازه ګلانو نندارتون جوړ کړي او د تايوان تنګې د دواړو غاړو د کرنيزو تصديو د پرمختيا له پاره يي زيات سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي ٠ په دي بهير کې څه د پاسه څلور زره تصديو او اته زره تايواني سوداګرانو په دغونندارتونونو کې برخه اخيستې او په دي ښار کې څه د پاسه يو مليارډ امريکايي ډالره راجلب شوي دي ٠