د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دولتی امنيت د ادارې وياند سيد انصاری د جنوری په اوولسمه نېټه د طالبانو د وياند محمد حنيف له قوله چی د افغانستان لخوا نيول شوی، وويل د طالبانو لوړپوړی مشر مولوی محمد عمر په پاکستان کی پټ دی.
سيد انصاری وويل محمد حنيف د جنوری په پنځلسمه نېټه د افغانستان په پوله کی ونيول شو او پوښتنو ته د ځواب ور کولو په ترڅ کی يی وويل چی ملا عمر د پاکستان په کويټه کی پټ دی.
تر اوسه پوری پاکستان تل دا خبره رد کړې چی د طالبانو او القاعدې سازمان مشران په پاکستان کی پټ دی.