<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-18 17:11:17    
د دې امکان ډېر لږ دی چی د افغانستان مسئلې په اړه د ناتو د تماس نيولو ډله جوړه شي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د ناتو سرمنشی جاپ ديپ هوشيفر د جنوری په اوولسمه نېټه وويل له دې امله چې د افغانستان د مسئلې په اړه د يوې نړيوالی ارتباطی ډلې د جوړولو په اړه وړانديز لږ ملاتړ تر لاسه کړی، نو د دغی ډله د جوړولو شونتيا کمه ده.

جاپ ديپ هوشيفر وويل سره له دې چی هغه هيله لری د نوموړی ډلې د جوړونې په اړه سلامشورې دوام وکړی، خو د اتو هېوادونو د ډلې په ساحه کی د افغانستان مسئلې همغږۍ هم يوه ګټوره لاره ده.

د تير کال په نومبر کی د فرانسی ولسمشر شيراک وړانديز وکړ چی په افغانستان کی د پوځی عملياتو او رغونی کارونو د ادارې لپاره د نړيوالو اړيکو ټينګولو يوه ډله جوړه شي. دغه وړانديز د جاپ ديپ هوشيفر او ايتاليا په شمول د هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی خو امريکا ور سره مخالفت وکړ.