د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال شوګت سلطان د جنورۍ په اتلسمه نېټه دغه خبر رد کړ چې د افغانستان حکومت پر ضد د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې پټ دی.
نوموړي وويل چې په پاکستان کې د عمر د پټېدو او د دغه هېواد د استخباراتی ادارې له خوا د ساتلو په هکله خبر بی بنسټه دی. هغه زياته کړه چې که افغانستان پاکستان ته اړوند معلومات ورکړی، نو پاکستان به په دې اړه پلټنه وکړي.