<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-18 18:55:24    
د معلوماتی مسابقی پنځم پروګرام __ د سی چوان په ولايت کې د وو لونګ په نامه د پنډاګانو ساتنې طبيعی سيمه

cri
ګرانو اوريدونکو ، په پخوانيو څلورو پروګرامونو کې تاسو ته د چين د سی چوان په ولايت کې د ښکليو منظرو په هکله معلومات درکړو او نننی پروګرام د دغه ولايت په هکله د معلوماتی مسابقی وروستی برخه ده . که تاسی په دغو پنځو پروګرامونو کې د مسابقی ځوابونه نه دی پيدا کړئ ، پروا نه لری چې په راتلونکی کې به دغه پروګرامونه بيا خپاره شي او زموږ په ويبپاڼه کې به هم ځوابونه پيدا شی ، هيله ده چې تاسی په جدي توګه زموږ پروګرامونه واورئ او د راتلونکی کال له اپريل مياشتې مخکې د پيغامونو په وسيله موږ ته سم ځوابونه راکړئ ! له نننی پروګرام مخکې به هم تاسو ته دوه پوښتنی وړاندی کړم : لومړی : د پنډاګانو ټاټوبی په سی چوان ولايت کې دی ؟ دوهمه : د وو لونګ په نامه د پنډاګانو د ساتنې په طبيعی سيمه کې څومره وحشی پنډاګان ژوند کوی ؟

_____د پنډاګانو سندره ____

همدااوس مو يوه سندره واوريده چې نوم يي د پنډا بچه دی . شل کاله دمخه په زياتو ساحو کې د جيان جو نومی بانکسونه مړه شوي وو چې دغه يول بانکس د پنډاګانو عمده خوراک دی ، نو د چين يو موسيقی جوړونکي د پنډاګانو د ښه ساتلو لپاره د پيسو راغونډولو په موخه دغه سندره ليکلې ده . اوس د وو لونګ په نامه د پنډاګانو ساتنې په طبيعی سيمه کې بانکسونه ښه وده کوی او پنډاګان په دغه سيمه کې أرام

ژوند تيروي .

د وو لونګ طبيعی سيمه د پنډاګانو د هستوګنې يو عمده ځای دی ، نو دغه ځای د سی چوان ولايت لخوا د پنډاګانو د ټاټوبی په توګه وبلل شو . که چينی او بهرنی سيلانيان غواړی له پنډاګانو سره مخامخ اړيکې ونيسي ، بايد د دغې سيمې د پنډاګانو ساتنې او روزنې يو ځانګړي باغ ته ولاړ شي . د دغه باغ مشر جانګ لي مينګ وويل ____اواز____

زموږ موخه دا ده چې پنډاګانو ته د سالم او أرام ژوند هره مساعده زمينه برابروو او له ټولې نړۍ څخه راغلو پنډا مينوالو سيلانيانو ته له پنډاګانو سره د مخامخ اړيکيو نيولو فرصت ورکوو . دغه راز موږ سيلانيانو ته د چاپيريال ساتلو اهميت او د پينډاګانو د تاريخ په هکله معلومات هم ورکوو چې دوی پنډاګانو ته د نژدي ليدنو تر څنګ د يو ډول ژوندي فسيل په توګه د پنډا په ستر ارزښت ښه خبر کړي.

پنډاګان د غټ او کاملا ګرد بدن او د ساده او درستکارو حرکتونو له امله د سيلانيانو خوښ دی . خبريال د وو لونګ په طبيعي سيمه کې زيات شمير پنډاګان ليدلي دي چې ځينی يې لوبه کوي ، ځينی يې پر ډبرو باندی لمر ته غزيدلي او نورځينی يې پر ونو باندی خيژي . د امريکا يوې سيلانې ميرمن ريبيکا هاسي د پينډاګانو لپاره زيات عکسونه اخيستي او له پنډاګانو سره د لومړيو نژدی اړيکيو له امله ډيره خوشحاله شوه . هغې وويل ____اواز____

زه ډيره خوشحاله يم چې په دې ځای کې پنډاګان می نژدي وکتل چې دوی ډير روغ او زړه وړونکی دی . هيله ده چې په وو لونګ کې نور زيات پنډاګان وساتل او وروزل شي .

په وو لونګ کې د روزل او ساتل شويو پنډاګانو نه پرته په غرونو او ځنګلونو کې څه

دپاسه يو سل وحشی پنډاګان ژوند کوي چې دغه شميره په ټوله نړۍ کې د وحشی پنډاګانو په سلو کې لس برخه نيسي .

ګرانو اوريدونکو ،د نننی پروګرام په خپرولو سره د سی چوان ولايت په هکله د معلوماتی مسابقې پنځه پروګرامونه ټول خپاره شويدي . په پای کې به د پروګرام په پيل کې دوه پوښتنې تکرار کړم : لومړی : د پنډاګانو ټاټوبی د سی چوان په ولايت کې دی ؟ دوهمه : د وو لونګ په نامه د پنډاګانو ساتنې په طبيعی سيمه کې څومره وحشی پنډاګان ژوند کوي ؟ زموږ په معلوماتی مسابقی کې لس پوښتنې وړاندی شوی دی ، تاسی کيدای شی چې په پنځو پروګرامونو کې د دغو پوښتنو سم ځوابونه پيدا کړئ ، مهربانی وکړئ چې موږ ته ځوابي ليکونه را وليږئ !