<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-19 17:59:32    
دچين کلتوری چارو په لوړه کچه ته پرمختګ کړی

cri

د نوی کال په موقع کې د چين د کلتوری چارو د څلورم پړاو غونډه په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پای ته ورسېده.له حکومتی او علمی ارګانونو او تصديو څخه راغلو سل تنو استازيو او کارپوهانو د چين د کلتوری چارو د لوړې کچې پرمختګ په اړه بحث وکړ. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به زه هوسۍ تاسو ته د دغې غونډې په اړه څه معلومات درکړم.

د چين کلتوری چارو له دوه زرم کال راهيسی چټک پرمختګ کړی دي. مرکزی حکومت د دغو چارو د هڅولو لپاره يو لړ تګلارې ټاکلی دی او د کلتوری چارو په اړه د تصديو شمېر هم زيات شوی دی چې پدې بهير کې د نوی کال په موقع کې د چين د کلتوری چارو د څلورم پړاو غونډه هم تر سره شوه.

د سږنی غونډې موضوع د کلتوری چارو د کارکوونکيو روزنه،سيمه ايز پرمختګ او پانګه اچونه وه.د کارپوهانو په اند له دغو موضوعاتو څخه څرګندېږي چې د چين کلتوری چاری په لوړه کچه پرمختګ کوی او دواملرونکی پرمختيا د زياتې پاملرنې وړ ده .د چين د کلتوری چارو د نوښت او پرمختګ د څېړنې اډې مرستيال پروفيسر چن شاو فونګ وويل

---اواز ١--- زما په أند، حکومت بايد له تصديو او کارپوهانو سره يو ځای د متقابلو پوهاوی پر بنسټ پلانونه جوړ کړي.

په وروستيو کلونو کې د چين په کلتوری چارو کې ستر پرمختګونه او برياليتوبونه تر لاسه شوی دي. د ځينو کلتوری پروژو په جوړولو سره په دغه سيمه کې نورو اړوندو چارو هم پرمختګ کړی دي. د بيلګې په توګه د يون نان ولايت بډای قومی کلتور لري.د يون نان خاطرې په نامه د سندرو او نڅاوو يوه لويه ننداره چې د نړيوالې مشمهورې نڅا کوونکي هنرمندې يانګ لي پينګ له خوا جوړه شوی، په دوه زره څلورم کال کې تر لومړی نندارې وړاندی کولو وروسته په هېواد کې د سل ګونو ځلو لپاره او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د زرو ځلو لپاره ښودل شوي ده چې په پايله کې ئی د يون نان ولايت د کلتوری چارو چټک پرمختګ کړيدی. د ګوی جو ولايت هم ډېرې قومی ځانګړتياوې لري او غواړي چې له يو نان ولايت څخه ورته زده کړې وکړي. د دغه ولايت يو چارواکی وانګ فو يو په دغه غونډه کې وويل

---اواز ٢---

د ګوی چو په ولايت کې د مياو،بو جي،دونګ او هوی په ګډون د ملی لږکيو اوس قومونه ميشت دي او د بېلا بېلو قومونو د کاليو،ژبو،جشنونو،خواړو،سندرو او نڅاوو په ګډون بېلا بېل تاريخی دودونه په ښه توګه ساتل شوی او ډېر کلتوری ارزښت لري.

د سيمه ايزو کلتوري چارو د پرمختګ په اړه بحث د دغې غونډې کې يوه مهمه برخه وه.د کارپوهانو په أند دغه شان پرمختګ نه يوازی ډېرو کلتوری سرچينو ته بلکې عالی کارکونکيو ته اړتيا لري.تر اوسه د چين په ډېرو پوهنتونونو کې د کلتوری چارو د څيړنې ارګانونه نه شته.د بېجينګ پوهنتون د کلتوری چارو د څېړنې ټولنې مرستيال شيانګ يونګ دا نظر لري چې د سيمه ايزو کلتوری چارو د چارواکيو روزنه د دغو چارو د پرمختګ لپاره لوی اهميت لري.ده وويل

---اواز ٣---زمونږ د پلان جوړولو په بهير کې لومړی موخه روزنه ده او هيله ده

چې اړوند ارګانونه او مشران له کلتوری چارو پوهېږي.

تر اوسه د چين د کلتوری چاروغوايد د کورنيو توليداتو په ارزښت کې په سلو کې له دريو څخه کم شوی او د پرمختللو هېوادونو سره ډېر واټن لري. خو دا هم څرګندېږي چې د چين کلتوری چاری به چټک پرمختګ وکړي.نوموړی پروفيسر چن شاو فونګ وويل څو مياشتې دمخه،د چين حکومت د کلتوری چارو د پرمختګ په اړه د راتلونکو پنځو کلونو پلان خپور کړ او پکې ټينګار شوی چې د کلتوری چارو پرمختګ بايد چټک شي.