<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-19 18:14:43    
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر په چين کې:

cri

د چين د نړيوالې راډيو محترمو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه،خدای وکړي چې د خوښ او سوکاله ژوند خاوندان اوسۍ،په همدې هيله راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته، نننۍ برخه تر نورو هغو يو څه توپير لري،

درنو اوريدونکو تاسو به خبر ياست چې د افغانستان يو جهادي شخصيت ،پخوانی ولسمشر او د افغانستان په ملي شورا کې د مشرانو د جرګې مشر پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي د روان ږيږيز کال د جنورۍ په اتلسمه نيټه د چيني چارواکو په بلنه د يوه پلاوي په مشرۍ بيجينګ ته راورسيد،چې موږ ته هم په چين کې د افغان لوي سفارت په مرسته له نوموړي سره د مرکې زمينه برابره شوه،چې که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شی نو تاسې به يې هم راسره واوری ،په دې وروستيو کې د افغانستان دولتي چارواکيو بيلابيلو هيوادونو ته په مختلفو موخو سفرونه کړيدي، دا چې چين د افغانستان د مشرانو د جرګې د وروستي سفر اصلي موخه او هدف څه دی،ښاغلی مجددي يې په اړوند داسې وايي:

غږ

زموږ دا سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ،نږديوالي او ښو علاقيو او اړيکو يوه نښه ده،موږ پر دې ډير خوښ يو چې راشو او له چين څخه چې دا مهال په نړۍ کې يو ځواکمن هيواد دی ليدنه وکړو.او خپلې اړيکې لا سره ټينګې کړو،

د تيرو پنځو کلونو په اوږدو کې تر بل هر وخت څخه د افغانستان اړيکې له چين سره لا ډيرې ټينګې شويدي،چې يواځې د دوه زره شپږم کال په بهير کې د افغان ولسمشر پر دوه جلا جلا سفرونو سربيره تر لسو زياتو لوړپوړيو افغان پلاويو هم چين ته سفرونه کړيدي،دا چې اوس مهال د افغانستان د ولسي جرګې اړيکې د چين د ملي ولسي ګانګرس له دايمي کميټې سره څنګه دي،او د افغانستان د مشرانو جرګه به ددې اړيکو په ټينګولو کې څه رول ولوبوي،ښاغلی مجددي يې په هکله داسې څرګندونې لري:

غږ

د افغانستان او چين تر منځ اړيکې له اوس څخه نه بلکې زر دوه زره کلونو مخکې ټينګې شويدي،خو د افغانستان د مشرانو جرګې او د چين د ملي ولسي کانګريس تر منځ اړيکې يوه نوې خبره ده،چې موږ به يې سره ټينګوو، تاسو ښه خبر ياست چې مخکې تر دې افغانستان له يو لړ تپل شويو جګړو سره مخامخ وو،او هغه مهال زموږ دا پارلمان او شورا هم موجوده نه وه،له شاوخوا دوه کلونو راپديخوا چې د افغانستان ملي شورا يا دريم ځواک رامنځته شويدی،او د چيني چارواکو له خوا ما ته د مشرانو د جرګې په توګه بلنه راکړل شوې اوس به موږ هڅه کوو چې د خپلو نظريو تبادله وکړو،او کوښښ کوو چې زموږ اړيکې ډيرې سره نږدې او دوستانه وي.

دا چې اوس مهال چين په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په اسيا کې يو ډيرځواکمن هيواد ګڼل کيږي،نو په اکثرو نړيوالو او سيمه ايزو چاروکې يې هم مهم رول لوبولی دی،ددې تر څنګ يې په سيمه کې له زياتره هيوادونو سره د مرستې لاس هم اوږد کړی دی،چې پدې بهير کې يې له افغانستان سره هم په بيلابيلو برخو کې مرستې کړيدي، د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر څخه مې وپوښتل چې دوي به د خپل دی سفر په بهير کې له چيني چارواکو سره په کومو مهمو چارو خبرې وکړي او د اړيکيو د لا ټينګولو لپاره څه پلانونه لري،ښاغلی مجددی يې په ځواب کې داسې وويل:

غږ

موږ هڅه کوو هغه لارې وټاکو چې زموږ د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب اړيکې مو لاسره ټينګې شي،او لا سره نږدې وي،موږ هم د چين لپاره سوکالي او آرامي غواړو، چې د نړۍ دا لوی هيواد لا ښه پرمختګ وکړي

او هم د خپل هيواد لپاره دا شان هيلې لرو،که د افغانستان د ملي شورا او د چين د ملي ولسي کانګريس تر منځ اړيکې ټينګې شي نو دا به ددواړو هيوادونو په زياته ګټه وي،

محترمو اوريدونکو ټاکل شوې چې د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر به چين ته د خپل سفر په بهير کې د چين ملي ولسي کانګريس د دايمې کميټې له مشر ښاغلي وو بانګوو،اوولسي سياسي مشورتي کنفرانس له مشر ښاغلي جياچينګ لين سره پر ليدنو کتنو سربيره د ځينو تاريخي ځايونو څخه ليدنې کتنې هم وکړي،او پدې بهير کې پر بيجينګ سربيره د سن يه ،شانګهاي ارومچي او ځينو نورو ښارونو ته هم سفرونه وکړي، د پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي د مرکې پاتې برخې به په راتلونکې خپرونه کې درته وړاندې کړم،

محترمو دوستانو که تاسې د دغې برخې د لابډاينې لپاره سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې لری نو پخپلو ليکونو کې يې زموږ سره شريکولاي شی نو د اوس لپاره خپل کوربه خوشحال ته اجازه راکړی ،تر راتلونکې اونۍ پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.ښاد او آباد اوسی.