<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-20 19:30:35    
د يو کليوال د کوششونو له برکته کلی اويا برخه بزګران په مليونرانو بدل شوي دي

cri

د جنوبي چين د جيانګ سو او ان خوي ولايتونو په ګډه يوله کې د شه چيو په نامه جهيل پر غاړه يوه ګوښه کوچنی کلی پروت دی چې کرنيزې ځمکې يي کمې او کليوال يي کب نيونکي وو.د کرنيزو ځمکو د کمښت له امله کليوال په کب نيونې لګيا وو.د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د جهيل اوبو د کموالی له امله کليوالو خپل کورونه پريښودل او په ګدايی يی پيل وکړ ،نو دغه کلی بيا د ګدايانو کلي په نامه ياديده .نن ورځ دغه کلی د جيانګ شو ولايت د لومړی شتمن کلی په نامه شهرت موندلی دی .پوښتنه دا ده چې د دغه کلی د بدلون لامل څه دی ؟

په نولس سوه اته اوياوم کال کې وو چې جيون چې يوازی شل کن و ،له نورو اوياوو ځوانو کليوالو سره يو ځای يي د دوه اوياو لرګينو کښتيو په چلولو سره په ترانسپورتي چارو پيل وکړ چې په پايله کې يي دوو لس سوه يوانه ګټه تر لاسه کړه چې د يو سل او پنځوس امريکايی ډالرو سره برابر و.څو مياشتې وروسته يي د لس زره يوانو په بيه د شګو وړلو لپاره يوه لويه لرګينه بيړۍ واخيستله چې د يو کال زيار له يو غريب کلی و او هيچا د کلي د مشرۍ دندې په غاړه اخيستلو نيت نه درلود .ووجي جيون فکر کاوه چې که څه هم شتمن شوی دی ،خو نور کليوال لاهم د بي وزليتوب په حال کې وو،نو پريکړه يې وکړه چې د کلي د مشرۍ دنده پر غاړه واخلي چې ټول کليوال شتمن شي .د خپل ماموريت په پيل کې وو جي جيون لومړي په کلي کې د بيړيو په وسيله د توکيو وړلو راوړلو يوه ډله جوړه کړه او د خطرونو پر ضد د ډلې کارکوونکي په بيمه کې شامل شول .ورپسې يې د ترانسپورتی لګښت د کمښت لپاره د دريو مليونو يوانو په لګولو د تيلو رسولو دوه بيړۍ واخيستې .يوه خبره ده چې د ده د کوششونو له برکته له نولس سوه دوه اتيايم کال څخه تر شپږ اتيايم کال پورې د کلي د ترانسپورتي بيړيو طرفيت له اتيا ټنو څخه پنځه زره او اته سوه ټنو ته ورسيد.

په نولس سوه نويم کال کې د شانګهاي د پودونګ اقتصادي سيمې د أبادۍ بهير اوج ته ورسيد چې په پايله کې يي د ساختماني توکيو اړتياوې زياتې شوي .په دې مهال کې وو جي جيون د اړوندو معلوماتو په لاس ته راوړلو سره د شګو نقلولو لپاره د سل ميليونو يوانو په لګولو سره د پنځوس زره ټنو په ظرفيت بيړۍ جوړې کړې .څلور کاله دمخه وو جي جيون يوواربيا د يو ښه فرصت په ګټلو سره د کلي لپاره درې مليونه يوانه ګټه واخيسته .دوه کاله دمخه د ده د کلی له خوا جوړ شوي ترانسپورتي شرکت په هانکانګ کې ريجيستر شو او تر تير کال پوری نوموړي کلي د دري لکه او اتيا زره ټنو په ظرفيت يو سل او درې څلويښت لويې يا کوچنۍ بيړۍ درلودې او په همدې کال کې يي له ترانسپورتي چارو څخه نوي مليونه يوانه خالصه ګټه تر لاسه کړه .

د وو جي جيون په وينا اوس په سلو کې اويا برخه کليوال له يو مليون يوانو څخه زيات او شل برخه يي له پنځه مليونو څخه زياته شتمنې لري .د دوي راتلونکي موخه دا ده چې په نړيوالو ترانسپورتي چارو لاس پوري کړي .

نن ورځ وو جي جيون د ولسي کانګرس د استازي په توګه دنده پر غاړه لري .د نويو کليو د أبادولو په هکله ده وويل چې د کليوال اقتصاد پياوړتيا د نويو کليو د أبادولو لپاره تر هر څه لومړۍ اهميت لري ،خو د کليوالو د کيفيت لوړوالی هم د پاملرنې وړ کار دی .د خپل کلی د راتلونکی په هکله وو جي جيون وويل چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې به نورې زياتې بيړۍ جوړې کړي او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته به د مالونو د حل نقل کرښې برانيزي .