<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-20 19:44:22    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! اوس د اورېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام د خپرېدو وخت رارسيدلی دی. زه احمد زلمی يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو هرکلی کوم. هيله ده چې تاسی د دغه پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شئ. د پروګرام په دغه کړۍ کې به د برښنا ليک په اړه د يوراج کلب مشر محمد شفيق مقاليديار پوښتنې ته ځوابونه ورکړم.

يوراج کلب د افغانستان د خوست ولايت د علی شيرو ولسوالي د جونو غونډۍ په صبريو کلي کې واقع دی چې زمونږ يو مشهور کلب دی او پکې د سی ار ای پښتو څانګې زيات دايمی اورېدونکي شامل دي. د دغه کلب مشر محمد شفيق مقاليديار د يوې اوږدې مودې لپاره مونږ ته زيات ليکونه راليږلي او په ٢٠٠٦ کال کې يی د زه او سی ار ای په نامه معلوماتی مسابقه کې دوهمه جايزه تر لاسه کړې ده. هغه په خپل ليک کې ليکلي چې د هر څه مخکی د چين د نړيوالې راډيو پښتو څانګې ټولو همکارلانو او اورېدونکو ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوم. هيله ده چې زما سلامونه ستاسی په مبارک حضور کې قبول او منظور شی. ګرانو همکارلانو نامحدا نن سبا تاسو ته د نړۍ د هر ګوټ نه په راليو راليو بريښنا ليکونه رسيږی. زه د بريښنا ليک ليکونکو نه ډير قدر لرم. د دوی څخه ډېره ډېره مننه کوم چې تاسو ته يعنی سی ار ای ته په بريښنا ليکونو کې په زړه پوری وړانديزونه درليږی. خو په ډېر درناوی هيله کوم چې تاسی بايد بريښناليکونو ته جلا وخت او جلا پروګرام ورکړئ. ځکه چې د ډک په واسطه چې کوم ليکونه درځی، د هغوی حق ضايع نشی. د ٢٠٠٦ کال د نومبر د شپږويشتمې نېټې د مونږ اورېدونکو په پروګرام کې تاسی ټول برښناليکونه نشر

کړل. زما په فکر کوم اورېدونکي چې د ډګخانې په واسطه سی ار ای راډيو ته ليکونه درليږی، به ډير زيات مايوسه او نااميده شی. تاسی بايد دغه ټکي ته زيات فام وکړئ.

ښاغلی محمد شفيق مقاليديار د هر څه دمخه مونږ ته د زياتو ليکونو او زياتو وړانديزونو د راليږلو له امله ستاسی څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. اوس هره ورځ د بريښنا ليکونو په شمول د افغانستان او پاکستان په شمول د نړۍ له زياتو هېوادونو او سيمو څخه راغلي زيات ليکونه مونږ ته رسيږی. د ٢٠٠٦ کال له جنورۍ څخه تر دسمبر پوری مونږ ته د راليږلو ليکونو شمېر له څلور زره او پنځه سوه څخه زيات شوی او هره مياشت په منځنی توګه دری سوه پنځه اويا ليکونه مونږ ته رارسيدلي دي چې پکې بريښناليکونه په سلو کې لس برخه نيولې ده. اوس هره ورځ د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوستونکي زمونږ پښتو ويبپاڼه ګوری او لولی. دوی زمونږ د ويبپاڼې زيات خوښيږی او کله کله راډيويی پروګرامونه هم اوری. دوی د سی ار ای پښتو څانګې دايمی اورېدونکي هم دي. دوی له مونږ څخه غوښتنه کړې چې د مونږ او اورېدونکو په پروګرام کې خپل ليکونه ځای ورکړئ. د سی ار ای پښتو څانګه ټولو اورېدونکو ته په درنه سترګه ګوری، نو مونږ د دوی غوښتنه پوره کوو چې کله کله د مونږ او اورېدونکي په پروګرام کې بريښنا ليکونه ځای ورکړو. دا چې مونږ يوازی نيم ساعت خپرونه لرو، نشو کولی چې د بريښنا ليکونو لپاره يو ځانګړی پروګرام ورکړو. هغه ليکونه چې بريښنا ليکونه يا د ډګخانې په واسطه مونږ ته رسيدلی ليکونه وی، که معنی يا محتويات ښه وی، مونږ به د مونږ او اورېدونکو يا اورېدونکو ته د ځوابونو په دوو پروګرامونو کې نشر کړو. ښاغلي محمد شفيق

مقاليديار يو ځل بيا د وړانديز له امله ستاسی څخه ډيره ډېره مننه کوم.

ګرانو اورېدونکو، هيله ده چې مونږ ته زياتې پوښتنې او وړانديزونه راواستوئ او زه احمد زلمی به په دغه پروګرام کې تاسی ته ځوابونه ورکړم. ښه، د اوېدونکو پوښتنو ته د ځوابونو نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيده. ګرانو اورېدونکو، لوی څښتن سپارو. هر چيری چی وی، روغ او خوشحاله اوسئ!