<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-01-21 18:34:54    
د هوا د حالاتو په هکله

cri

د چيني ژبې لوست د برخې درنو اوريدونکو زه خوشحال تايب او زما همکار احمد ځلمی مو په سلامونو ستايو،هيله ده چې خوښ او سوکاله اوسۍ،په همدې هيله به د د چيني ژبی لوست نننۍ برخه درته وړاندې کړو.

خو لمړي به نوي لغتونه واورو:

هوا تيان چي 天气

باد فنګ (ګوا)风

بهر واي ميان 外面

سړه لنګ 冷

توده ژه 热

باران يو 雨

واوره شيو雪

شين اسمان څينګ لاو 晴天

درنو دوستانو اوس به پدې هکله لنډې خبرې يا ديالوګ واورو:

ته د بيجينګ د هوا په هکله څه فکر کوې چې هوايې څنګه ده؟

ني جودي بيجينګ ده تيان شي زمايانګ؟

په بيجينګ کې د دوبي له خوا هوا توده او په ژمي کې سړه وي.

بيجينګ ده تيان شي شيا تيان ژه دونګ تيان لنګ.

نن هوا څنګه ده ؟

جين تيان تيان شي هاو مه؟

نن هوا ښه ده او ساړه نشته. جين تيان تيان شي هاو ،بو لنګ.

ستا کومه هوا خوښيږي مطلب دا چې سړه که توده ؟ ني شي هوان شن مه تيان چي ؟

زما واورې اوريدل خوښيږي. وو جيو دي شيا شيو.

درنو اوريدونکو موز به دغه ديالوګ يو ځل بيا تکرار کړو.

محترمو دوستانو د چيني ژبې لوست نننی پروګرام په همدې ځای پاي ته رسيږي تر بلې اونۍ پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم، خوښ او بريالي اوسی. او د اوس لپاره د خداي پامان.